د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګر رپوټ ښيي چې د هېواد ۴۳ ولسوالۍ یا د طالبانو د ادارې لاندې دي او یا د هغوی او امینتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس کېږي.
د دغه رپوټ پر بنسټ د طالبانو په واک کې سیمې له ۱۱ سلنې نه ۱۳ سلنې ته لوړې شوي دي.
د دغه رپوټ له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې، د طالبانو نفوذ درې برابره زیات شوی دی.
په دغه رپوټ کې زیات شوي چې دغه درې سلنه کابو ۷۰۰ زره تنه کېږي.
له بلخوا د سیګر په رپوټ کې راغلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو پوځ، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه د ځینو مالوماتو خپرول منع کړي دي.
په دغه مالوماتو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مرګ ژوبله، ځواک، عملیاتي چمتووالی او سمبالتیا شاملېږي.
د دغه رپوټ په یوې برخه کې راغلي دي:«په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پام وړ یو اقدام، په دغو درېیو میاشتو کې سیګر هغه مالومات چې له دې وړاندې یې په څرګنده د هغه په اړه رپوټ ورکاوه ډلبنډي کړی او یا یې محدود کړي دي.»
د طالبانو د فعالیتونو او تر ولکې لاندې سیمو د پراختیا یو له بنسټیزو لاملونو د جګړې په مدیریت کې ناتواني بلل شوې ده.
سیګر همدارنګه د یونما له قوله لیکي چې د ۲۰۱۷ کال په وروستیو۹ میاشتو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله، د تېر کال له ورته وخت سره ۵۲ سلنه زیاتوالی موندلی دی.