Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

برمته کوونکو د پیسو له ترلاسه کولو وروسته ډاکټر ابراهیم وواژه

د جوزجان ولایت په شبرغان کې جراح ډاکټر چې د برمته‎کوونکو له خوا یوه میاشت مخکې تښتول شوی وه، د پېسو له ترلاسه کولو وروسته وژل شوی دی.

د وژل شوي ډاکټر محمد ابراهیم زوی، حمیدالله وايي، کورنۍ یې برمته‎کوونکو ته یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ د خپل پلار خوشې کولو په موخه ورکړې، خو برمته کوونکو هغه په بې‎رحمۍ وژلی او مړه یې په دشت لیلي کې پرېښی وه.

نوموړی له دولت څخه د عدالت غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پروان ولایت کې د تښتول شوي ډاکټر برخلیک نه دی څرګندی.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د تخنیکي چارو سلاکار، ډاکټر سیفي‎الله وارسته دوه اوونۍ وړاندې برمته شوی دی.

د پروان ولایت د جبل‎السراج ولسوالۍ قومي مشران ګواښ کوي که دولت د تښول شوي ډاکټر په خلاصون کې هڅه ونکړي نو پراخ لاریونونه به ترسره کړي.

حکومتي چارواکو د جبل‎السراج قومي مشرانو د غوښتې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې له دې ویل شوي وو چې کشفي څانګو د ډاکټر وارسته خلاصون په موخه هڅې پیل کړې دي.

په همدې حال کې یو شمېر ډاکټرانو دوه ورځې مخکې د پروان ولایت مقام مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو او ګواښ یې کړی که د برمته شوي ډاکټر خلاصون په موخه هڅې ونشي نو په دې ولایت کې به ټول روغتیايي مرکزونه وتړي.

د وژل شوي ډاکټر محمد ابراهیم زوی، حمیدالله وايي، کورنۍ یې برمته‎کوونکو ته یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ د خپل پلار خوشې کولو په موخه ورکړې، خو برمته کوونکو هغه وژلی

شریک یي کړئ