یو شمېر طالب وسلهوالو نن سهار(شنبې د غويي۹مه) د بغلان ولایت پر مرکزي بغلان ولسوالۍ برید کړی دی.
د یاد ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې لا هم د افغان ځواکونو او وسلهوالو ترمنځه نښته روانه ده.
اوسمهال د نښتې له امله د بغلانـکندز لاره تړلې ده.
په همدې حال کې د بغلان ولایتي شورا غړي او اوسېدونکي له حکومت څه د مرستندویه ځواکونو لېږد غوښتنه کوي.
د نښتو په ترڅ کې د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.