د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد نن(سېشنبې د کب۲۴مه) ویلي دي چې طالبانو په اوبې ولسوالۍ کې له یوه ۱۸ کلن ځوان څخه د غلا په تور یو لاس او يوه پښه پرې کړې دي.
دی وايي چې دا ځوان د هرات اوسېدونکی دی او کابو یوه میاشت مخکې د طالبانو لهخوا نیول شوی وه.
فرهاد وايي چې طالبانو تېره ورځ د اوبې ولسوالۍ مرکز په پنځوس کیلومټره کې د یوې صحرایې محکمې په ترڅ کې له دې ځوان څخه ښی لاس او کېڼه پښه پرې کړې دي.
نوموړی واړندې وايي چې اوسمهال د دې ځوان حالت لږ څه ښه دی او درملنې په موخه به د هرات حوزوي روغتون ته ولېږدول شي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.