د بلخ ولایت پولیس وایي، طالبانو تېر شپه(د زمري۱۱مه) په چهاربولک ولسوالۍ کې یو پل له منځه وړی دی.
د بلخ د پولیسو، ویاند شېرجان درانی وایي، یاد پُل طالبانو د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د برید لپاره له منځه وړی دی.
د چارواکو په خبره یاد پل څو کلي د ولسوالۍ له مرکز سره نښولې.
د بلخ د پولیسو ویاند وايي چې په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.