د هېواد د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۳ مه) وویل چې د کندز د ګواښونو د لیرې کولو لپاره به نور سرتېري واستول شي.
هغه وايي چې په کندز ولایت کې به د طالبانو په وړاندې ډېر ژر هوايي او ځمکني پراخ عملیات پيل شي.
ملي دفاع وزارت وايي چې د کندز په شاوخوا سیمو کې نه یوازې افغان طالبان بلکې بهرنیان هم له دغې ډلې سره په همکارۍ کې دي.
ښاغلی بهرامي وايي چې د کندز د ګاونډیو ولایتونو طالبان هم ځانونه دغه ولایت ته رسولي دي.
د جګړې په دې موسم کې ناامني د کندز د اوسېدونکو ژوند ګواښي، دغه ناامنۍ آن د کندز ښار شاوخوا ته رسېدلې دي.
په اوسني وخت کې د تلوکې، پُل الچین، د امام صاحب ولسوالۍ او علي آباد ولسوالیو ځینې برخې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي په دې اړه څرګنده کړه:«ګواښ شته، نه دا چې یوازې دا چې طالبان د کندز له ګاونډیو ولایتونو څخه راغونډ شوي بلکې په کندز کې د سترو عملیاتو د ترسره کولو لپاره بهرني همکاران یې هم راغونډ شوي دي خو افغان امنیتي ځواکونه هغوی ته ځواب ورکوي او تېره ورځ هم دغې ډلې کلک ګوزار وخواړه.»
خو ولې د ملي اردو یوې لوا، یوې فرقې او څو کنډکونو د کندز د امنیت په ټینګښت کې مرسته نه ده کړې؟
د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال میرزا محمد یارمند وویل:«ستونزه په همغږۍ کې ده، د ځواکونو په توحید کې ده او دا چې ځواکونو د سیمو له خلکو سره خپلې اړیکې ښې کړې نه دي ترڅو هغوی همکارۍ ته اړ کړي.»
له دې سره سره د کندز د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي او دفاعي ادارو د پروګرام نشتوالی یوه بله مهمه اندېښنه بلل کېږي.
پخوانی پوځي محمد محسن مختار په دې اړه وايي:«ستره ستونزه د ځواکونو په قومندانیت کې ده کله چې یوه پوسته کلابنده کېږي، مرستندویه ځواکونه په وخت نهرسېږي.»
خو ملي دفاع وزارت وايي د ګواښونو د لهمنځه وړلو او د طالبانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره به لازیات پوځیان سیمې ته واستول شي.
ښاغلي بهرامي زیاته کړه:«ډېر ځواکونه اړتیا ده او په هوايي او ځمکني برخه کې چمتو شي چې کندز ته ولاړ شي.»
ملي دفاع وزارت دا مني چې کندز د طالبانو د پام وړ ګرځېدلی دی.
خو یوازې کندز نه بلکې په اوسني وخت کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې جګړه روانه ده، د هېواد په ۷ ولایتونو کې دا جګړه ډېره جدي ده.
ملي دفاع وزارت هیله من دی چې سږ کال به په افغانستان کې د جګړې د پای کال وي.