د ملي یووالي حکومت اجرائيه رییس نورستان د هېواد یو له محرومو ولایتونو څخه بولي او ټینګار کوي چې په تېرو کلونو کې په دغه ولایت کې بنسټیز کارونه ډېر کم شوي دي.
د ملي یوالي حکومت دغه چارواکی د خلکو خبرې اورې او د نورستان ولایت په مقام کې جوړې شوې غونډه کې د دغه ولایت له اوسېدونکو سره ژمنه کوي چې تر خپله وسه به د دوی پر ستونزې غور وکړي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:«د نورستان د امنیت پر مهمو مسایلو دلته بحث کوو او د امنیت په شورا کې کهچېرې د خدای غوښتنه وي پر هغه پرېکړه کوو.د بیارغونې په اړه چې د سړکونو جوړول یوه اصلي مسئله ده له تاسو سره دا ژمنه کوم چې ټولې هغه وړاندیزونه مو چې موږ ته سپارلي زه د وزیرانو، کابینې او دولت په کچه له هغو ملاتړ کوم.»
د نورستان ولایت سرپرست والي د پخو سړوکونو نشتوالی؛ د ځواکونو او پوځي تجهیزاتو کموالی؛ د پوهنې د نا مناسب وضعیت او د دغه ولایت په ځينې برخو کې د امنیتي ننګونو په تړاو ستونزې له اجرائیه رییس سره شریکې کړي.
د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم په دې اړه وویل:«نورستان له ۹ زره ۷۵۰ کیلومټر پراختیا سره امنیت یې یوازې د ۳ زره پولیسو له خوا تأمینېږي او د هغو لپاره لازم تجهیزات هم نهشته.»
خو په دې غونډه کې د ځايي حکومت چارواکي د نورستان د ولایتي شورا د رییس له خوا په فستاد تورن شول .
د نورستان د ولایتي شورا رییس سعیدالله نورستاني څرګنده کړه:«په نورستان کې د ملي پوځ یو کنډک نشته، د عامه نظم یو کنډک نشته، یو سرحدي کنډک نشته، دا څه ډول یو سرحدي ولایت دی.»
هغه زیاته کړه:«ښاغلي والي صاحب وویل چې زموږ ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نهلري،خو له بده مرغه ۷۲ مېلیونه افغانۍ د تشنابونو لپاره دلته راخي، دا هغه ولایت دی چې د خوړلو،د فساد لپاره، د خیان ګرو لپاره روان دي او هېڅوک د خلکو غږ نه دی اورېدلی.»
وزګارتیا ؛ او بې وزلې د نورستان ولایت د ځوانانو له جدي ستونزو بلل کېږي .
په دغه ولایت کې د ځوانانو د بنسټ مسوولین خبرداری ورکوي چې که د ځوانانو ستونزې اوارې نه شي نو دښمن به له دې تشې ګټه پورته کړي.
په نورستان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د څانګې مسؤول صبغت الله وویل:«زموږ ځوانان په دوو برخو کې ډېر هڅول کېږي یوه په ملي اردو کې او بل په ملي پولیسو کې. د پیسو لپاره راځي په دغو لیکو کې ځای پر ځای کېږي، هغه کسان چې له دوی څخه پاتېږي د دولت مخالفین ور څخه ګټه اخلي.»
خو د حکومت اجرائیه رییس د دغه ولایت له امنیتي او اداري چارواکو سره په دوو جلا جلا ناستو کې له هغوی غواړي چې د دغو ستونزو حل لارې پیدا کړي .
نورستان له پاکستان سره پر ګډه پوله پروت ولایت دی چې د دغه ولایت په ځينو برخو کې ترهګر حضور لري. خو د دغه ولایت اوسېدونکي د دغه ولایت وضعیت ته د مرکزي حکومت له بې پامۍ اندېښنه لري .