Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله:په افغانستان کې جګړه د پاکستان په ګټه نه ده

   اجرائیه رییس عبدالله عبدالله،نن د(لیندۍ په ۲۴ مه)په کابل کې د اروپايي  ټولنې په دفتر کې د یوې غونډې په لړ کې وویل چې د نړیوالو هڅو سربېره،پاکستان تراوسه هم باوري شوی نه دی چې په افغانستان کې جګړه د دغه هېواد په ګټه نه ده.

په دغې غونډه کې د افغان حکومت او یو شمېر نورو هېوادونو چارواکو حضور درلود.په  ضمن کې له شمالي ایرلنډ څخه یو پلاوی،چې د دغه هېواد د سولې په بهیر کې ونډه لري،هم خپلې تجربې بیانې کړې.د غه پلاوي ټول غړي په شمالي ایرلنډ کې د سولې په بهیر کې دخیل وو.

ښاغلي عبدالله وویل:«په تېرو ۱۵ کلونو کې داسې حالت را نه غی چې زموږ ګاونډی دې په دې باور شي چې د جګړې په حال کې د ډلو له ملاتړ سره، د افغانستان او د هېڅ بل هېواد ګټې نه خوندي کېږي.»

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د ځینو لوېديځو هېوادونو څخه په نیوکې سره وویل چې دغو هېوادونو د ترهګرو ډلو له تمویل کوونکو سره اړیکې ټینګې کړي دي؛خو هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي څرګنده کړه:«له پاکستان سره په اړیکه کې پرمختګونه او شاته تګونه وو.تر هغې چې پایله معکوسه شي؛ځکه چې پاکستان نور زموږ لپاره ښه نیت نه درلود.په افغانستان کې سوله،به په نړۍ کې د ثبات لامل شي که‎چېرې په سیمه کې ثبات وي،ټولنه به ډېره وده وکړي.»

حکمت خلیل کرزی وايي یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له داسې کسانو سره اړیکې ټینګې کړې چې درغلۍ کوونکي وو او آن د هغو ډلو غړي نه وو چې ادعا یې کوله.

ښاغلي کرزي زیاته کړه:« د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو لپاره یو موډ شوی چې له تمویلونکو او وسله والو ډلو سره اړیکې ټینګې کړي خو د هغه څه واقعیت نه درک کوي چې ورسره مخامخ دي.»

پخوانی سیاسي زنداني او په شمالي ایرلنډ کې د سولې مرکچي لیان ماسکي وویل:« د سولې دروازه پرانیستې ده، هغه پاڼه چې د راتلونکي لپاره پرې لیکل کېږي اوس تشه ده دا فرصت له لاسه مه ورکوئ.»

له حکمتیار سره د سولې له هوکړې څخه هرکلی

په دغه ناسته کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې له هوکړې څخه ملاتړ وشو.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل ملېبن څرګنده کړه:« سوله پر کاغذ له هوکړې څخه زیات څه دي، له کړکېچ وروسته باید سوله موجوده وي او دا درک شي چې د سولې بهیر په داسې بڼه وي چې نورې ډلې له دغه بهیر سره یو ځای کېدو ته وهڅوي.»

دا په داسې حال کې دي چې افغان حکومت د ملګروملتو سازمان له تور نوملړ څخه د حکمتیار د نوم د ایستلو لپاره غوښتنه دغه سازمان ته سپارلې ده.

د حزب اسلامي مرکچي استازي کریم امین وویل:«محاهد ورور حکمتیار،له دې سره جوخت چې د دولت له خوا په کابل کې د هغه د ظاهرېدو لپاره لازم مقدمات او اسانتیاوې ونیسي،د هېواد په پلازمېنه کې به څرګند شي.»

حکومتي چارواکي وايي چې څو کمېټې د بندیانو د خوشي کولو، بې وسلې کولو او له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړې په نورو برخو کې کار کوي.

شریک یي کړئ