Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: ایران کې د افغان کډوالو ستونزو هوارۍ کې جدي اقدام کوو

د اجرائیه ریاست په یوه خبرپاڼه کې (شنبې د غويي۱۶مه) راغلي دي چې په ایران کې د افغانانو ستازو په دې هېواد کې په لاس‎لیکل شویو پاسپورټونو ستونزې له اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله سره شریکه کړې ده.

په دې لیدنه کې یادو استازو ویلي دي چې ایران اعلان کړی وروسته له دې به په دې هېواد کې د افغانانو په لاس لیکل شوي پاسپورټونه نه چلیږي.

دې استازو د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي چې ایران کې د په لاس لیکل شویو پاسپورټونو درلودونکي د مېشتو افغانانو شمېر له یو میلیونو زیات دی، او د دې ستونزې د هوارۍ غوښتنه یې کړې ده.

په همدې حال کې اجرائیه رئیس ټینګار کړی چې په دې برخه کې اړوند بنسټونه اړ دي تر څو په ایران کې د افغانانو ستونزې هوارې کړي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې:"د دې ستونزې ساده لاره د برېښنايي پاسپورټونو کارونه ده."

دې استازو زیاته کړې ده چې ایران په دې هېواد کې افغان محصلینو ته خبرداری ورکړی وه تر څو د روانې لمریزې میاشتې پر ۱۵مه به یې کارتونه د باور وړ نه وي او باید چې پېژندپاڼې ولري.

خبرپاڼه کې د ستونزې هوارۍ په اړه د عبدالله ژمنې په اړه ویل شوي دي:"د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو سره به د دې ستونزې د هواري په موخه د خبرو ترڅنګ د غويي په ۱۷مه د هېواد د بهرنیو، کډوالو او د حج او اوقافو چارو وزارتونو له چارواکو سره هم ناسته ولري تر څو په دې برخه کې اړین ګامونه پورته شي."

اوس‎مهال کابو یو میلیون افغانان په ایران کې ژوند کوي.

د ایران حکومت اعلان کړی دی چې وروسته له دې به په دې هېواد کې په لاس لیکل شوي د افغانانو پاسپورټونه نه چلیږي

شریک یي کړئ