Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: له ترهګرو ملاتړي ځان له ګواښ سره مخ کوي

د حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله وايي هغه کسان چې ترهګر او توندلارې روزي او له دغو ډلو ملاتړ کوي، له خپل دغه کار سره ځان له ګواښ او خطر سره مخ کوي.

اجرايي رییس چې په نوي ډیلي کې د ۲۰۱۷ کال په سرمشریزي غونډه کې وینا کوله، ټینګار وکړ چې د ترهګرو او توندلارو د روزنې او ملاتړ لپاره د ځینو هېوادونو سیاست اوس له ماتې سره مخ دی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:«هغه کسان چې ترهګري او افراط پالې شبکې روزي او له هغوی ملاتړ کوي، د بد بینۍ او د ناسم نیت له مخې یې ترسره کوي. هغوی د خپلو له دا شان کړنو سره، ځان له ګواښ سره مخ کوي. له همدې امله ده چې دا ډول تګلارې له ماتې سره مخ دي. او هغه ټولو خواو او خپلو عاملانو ته له بدبختۍ او نکبتۍ څخه پرته بل څه نه ډالۍ کوي.»

ښاغلی عبدالله زیاتوي چې د افغانستان خلک د د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې د خپلو ارزښتونو او حقونو د دفاع لپاره د جنګېدو غوښتونکي دي.

اجرايي رییس په ډاګه کړه:«موږ همدارنګه د ظلم او ترور سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې یوو. پرېکړه لرو چې د خپلو خلکو څخه د طالبانیزم، او د هر نوم او نښان لاندې د هرې ډلې او خوځښت په وړاندې چې له دغه ډول لید لوري څخه برخمن وي، دفاع او ملاتړ کوو.»

له دې سره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په افغانستان کې د یوه داسې حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي چې د ټولو افغان قومونو لپاره حساب ویونکی وي.

هغه زیاتوي:«د سوېلي اسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې موخه،د ترهګرو د امن‎ پټن‎ځایونو له‎منځه وړل، د افغانستان د امنیت د خوندیتابه لپاره د دغه هېواد د حکومت د پیاوړتیا دوام، له طالبانو سره د سولې لپاره د شرایطو برابرول، او د یوه داسې حکومت رامنځته کول چې د ټولو افغان قومونو لپاره ځواب ویونکی وي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روښانه نه کړه چې د افغان قومونو له تنوع سره برابر د یوه حکومت رامنځته کول په حکومت کې پخلاینې ته د چمتو شویو طالبانو یوځای کېدل دي او که بل څه؟

اجرايي رییس چې په نوي ډیلي کې د ۲۰۱۷ کال په غونډه کې وینا کوله، ټینګار وکړ چې د ترهګرو او توندلارو د روزنې او ملاتړ لپاره د ځینو هېوادونو سیاست اوس له ماتې سره مخ دی.

شریک یي کړئ