Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عطا محمد نور:خلک د طالبانو له وخته په بد وضعیت کې ژوند کوي

د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره به راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به ځان نوماند کړي.

هغه په مزارشریف کې په هغې غونډه چې په ترکیه کې د جمهوریت د ۹۴ مې کلیزې د لمانځې لپاره جوړه شوې وه، د ملي یووالي حکومت مشران یې د امنیت په تأمین کې په بې پروايۍ تورن کړل او زیاته یې کړه چې هېوادوال د طالبانو له وخته په بد وضعیت کې ژوند کوي.

ښاغلي نور زیاته کړه:«زه لېواله نه یم، چې ولاړ شم د تدارکاتو کمېسیون رییس شم ما ته یې وزارت واندیز کړ و مې نه منه، که‎چېرې یو وخت مې پرېکړه وکړه بیا ځان د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندوم.»

د بلخ والي، وايي چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو کمزوری مدیریت د دې لامل شوی ترڅو په هېواد کې ناامنۍ زیاتې شي او هېواد د ترهګرو پر پټن‎ځای بدل شي.

د بلخ والي څرګنده کړه:«هر وزارت په سلګونه تړونونه لري، هر تړون د کاغذ ستر انبار لري یو کس څه کمالات لري چط هم ولسمشر وي او هم دغه کاغذونه.»

هغه د خپلو خبرو په منځ کې وویل چې په وهېواد کې د جنرال دوستم نشتون د دې لامل شوی چې د جوزجان ولایت په ځینو برخو کې چې ځینې طالبان او داعشیان ځواکمن شي او له دغې ډلې سره مبارزه جنرال دوستم ته اړتیا لري.

هغه خبره غبرګه کړه:«د جنرال دوستم په نشتون کې، یو قوم تباه کېږي؛ هره ورځ چې هغه نه وي د ازبک زوی وژل کېږي، د ترکمن زوی وژل کېږي. یو شمېر یې تللي دي او طالبان شوي، څوک نشته چې مدیریت وکړي.»

له بلخوا د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید له خلکو غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه توګه ګډون وکړي او هغو کسانو ته رایه ورکړي چې ریښتیني خدمت کوونکي دي.

ښاغلي حدید زیاته کړه:«هیله لرم چې راتلونکې ټاکنې ترسره او زموږ خلک هغه چا ته رایه ورکړي چې د ملت خادم وي.»

په دغې غونډه کې عطا محمد نور، یو ځل بیا له امریکې وغوښتل چې د خپلې تګلارې په اړه د افغانستان له سیاسي ګوندونو سره مشوره وکړي له هغې پرته پروګرام به یې ناکامه شي.

شریک یي کړئ