د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایې چې په دې ولایت کې د هوایي برید په پایله کې د حقاني ډلې دوه لوړپوړي قومندانان ووژل شول.
د غزني امنیه قومندان ، جنرال امینالله امرخېل وایې چې د هېواد هوایي ځواکونو په برید کې تېر مازدیګر(شنبې د وري۱۹مه) د مولوي رشید او ملا محمدګل وژل شوي دي.
ښاغلی امرخېل زیاتوي چې برید د غزني ولایت په ګېرو ولسوالي شوی دی.
د نوموړي په خبره، په دې برید کې د حقاني ډلې له وسلو ډک یو موټر هم له منځه تللی دی.