ولسمشر غني جمعه د وري پر پنځمه له افغان امنیتي ځواکونو سره په لیدنه کې دې ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې د اساسي قانون او دولت پر وړاندې وسلهپورته کوونکي دي وځپي.
ولسمشر غني د پولیسو له ځانګړې قطې څخه په لیدنه کې له یادو سرتېرو څخه د هغوی ستونزې هم وارېدې.
ښاغلي غني په دې لیدنه کې ژمنه کړې چې تر راتلونکو پنځو ورځو پورې به د دې ځواکونو د وسلو کمښت ستونزې هوارې کړي.
په دې لیدنه کې د ځانګړو ځواکونو د قطې قومندان سید محمد روشندل د دې ځواکونو د فعالیتونو په اړه ولسمشر ته مالومات ورکړ او د شته ستونزو په برخه کې یې د ولسمشر د پاملرنې غوښتنه وکړه.