ولسمشر غني چې نن( سېشنبې د غبرګولي۱۶مه) د کابل بهیر په ناسته کې د تېر چهارشنبې خونړي برید وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۰ تنه وښود.
ښاغلي غني وویل چې په دې برید کې د ۱۳ افغان پوځیانو په ګډون ۱۵۰ تنه بېګناه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او کابو ۳۰۰ نور ټپیان شول.
نوموړي د برید موخه ډيپلوماتیکه سیمه وبلله.
غني وړاندې وویل:«دا لویه چاودنه د کابل په زړه کې وشوه، د د راسخې فداکارۍ له امله ډیپلوماتیکې تولنې ته زیان ونه رسید.»
ولسمشر څرګنده کړه:«په دې برید کې له ۱۵۰تنو زیاد بې ګناه نجونې او هلکان ووژل شول او ۳۰۰ نور یو شمېر د سوځېدنې او یو شمېرو هم د بدن غړي له لاسه ورکړل او ټپیان شول.»
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د پیښې د وژل شویو شمېر ۹۰تنه ښودلی وه.
وروسته له یوې دقیقې د کابل او لندن بریدونو قربانیانو په درناوي له چوپتیا وروسته ولسمشر وویل:«نن موږ دلته کابل کې د یووالي په موخه د ترهګرو سره د مبارزې پر وړاندې او دا چې د سولې لپاره لاره ولټول شي، سره راټول شوي یوو.»
ښاغلي غني د ۲۳ هېوادونو استازو ته په خطال کې وویل:«تاسو داسې ښار کې یاست چې کورنۍ د خپلو عزیزانو په ویر کې ناستې دي. خو زموږ خلک د نړیوالو همکارۍ څخه مننه کوي، هغه څه چې زموږ خلک یې غواړي عدالت دی.»
ولسمشر غني دا ډول بریدونه عدالت ته سپکاوی وباله او زیاته یې کړه:«ترهګر فکر کوي چې جګړه یې د مذهب لپاره ده، خو اسلام د سولې دین دی، خو دوی مسلمانان، ښځې او ماشومان وژني. زموږ له ترهګرۍ سره کومه اړیکه نلري.»
اوسمهال کابل کې د ۱۳هېوادونو، اروپايي ټولنې او نړیوالو بنسټونو استازي سره راټول شوي او د سولې رسېدو په اړه سره خبرې اترې کوي.