Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني د کابل ځانمرګی برید وغنده

افغان ولسمشر اشرف غني د کابل نننی برید چې د داعش ډلې له خوا ترسره شو په کلکو ټکو سره وغنده او هغه یې یو ترهګریز او غیر انساني کړنه وبلله.

په هغه خبرپاڼه کې چې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه خپره شوې ده راغلي:« د افغانستان دښمنانو د کابل ښار د مکروريانو د ګڼه ګوڼې سېمه کې د ترهګریز بريد په ترسره کولو سره، زموږ يو شمېر بې‎ګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.جمهوررئيس غني د دغه وحشیانه برید د غندلو پرمهال وویل، ترهګرو يو ځل بيا د ملکي خلکو په وژلو سره د افغانستان له خلکو سره خپله ښکاره دښمني وښوده.»

خبرپاڼه د ولسمشر له قوله لیکي:«ترهګر په دې وروستيو کې د جګړې په ډګر کې د هېواد د زړورو امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري، درندې ضربې ليدلي او غواړي چې د دغه ډول جنایتونو په ترسره کولو سره خپلې پرله‎پسې ماتې پټې کړي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي:«ولسمشر اړوندو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه، چې د ټپيانو د درملنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

افغان ولسمشر د شهيدانو کورنيو ته د تسليت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او د خدای تعالی په دربار کې ټپيانو ته د بشپړې روغتيا او شهیدانو ته د فردوس جنت غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د هېواد اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په خپل ټوېټر پاڼه کې د کابل د نن ورځې برید یې غندلی دی.

عبدالله عبدالله لیکلي:«په کابل کې د ځانمرګي برید له ترسره کېدو چې په پایله کې یې د مُلکي هېوادوالو د مرګ ژوبلې لامل شوی په کلکه اغېزمن کړم.زه دغه برید په کلکو ټکو سره غندم او له قربانیانو سره خواخوږي څرګندوم.»

په کابل کې ننني برید نړیوال غبرګونونه هم له ځانه سره لرل.

پاکستان او د ناټو سازمان هم دغه برید، ترهګریز بللی او هغه یې غندلی دی.

د ناټو عمومي منشي ینس اسټالټینبرګ ویلي:«زه په کابل کې د ناټو پر کاروان برید غندم.د ترهګرۍ پر ضد به مبارزه دوام پیدا کړي. زه له هغو کسانو سره چې په دغه برید کې زیانمن شوي همدردي څرګندوم.»

له بلخوا په کابل کې د پاکستان د سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:«د پاکستان حکومت په کابل کې هغه ځانمرګی برید چې د ګران بیه ځانونو د له‎منځه تللو
لامل شوی په کلکه غندي.»

یوه ځانمرګي بریدګر نن سهار(چهارشنبې د غوايي په ۱۳مه)په کابل کې د بهرنیو ځواکونو د موټرو یو کاروان په نښه کړ چې د هغه په پایله کې ۸ ولسي وکړي ووژل شول.د هېواد د کورنیو چارو وزارت د دې پخلی کړی چې په دغه برید کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

ویل کېږي چې د دغې پېښې ډېری ټپيان د وزیر محمد اکبر خان روغتون ته لېږدول شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي چې دغې پېښه نن ګهیځ اته بجې د کابل ښاره د عبدالحق څلورې ته نږدې د مکروریانو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پرېکنده ملاتړ مأموریت ویلیم سالوین د دې پخلی کړی چې د ائتلافي ځواکونو یو کاروان په نښه شوی چې په پایله کې یې د ائتلاف درې تنه سرتېري ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه