Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فریادي د ولسمشر د دویم مرستیال د لیک پر بنسټ آزاد شوی

                          د حزب اسلامي پخوانی قومندان زرداد فریادي افغانستان ته د راستنېدو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو،خو یوه حکومتي چارواکي نن سه‎شنبې وویل چې فریادي د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش د یوه لیک پر بنسټ ازاد شوی دی.

خو د سروردانش د دفتر رییس له دغه لیک څخه بې خبري ښيي.

لومړنی کس چې د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته په دار وځړول شو، عبدالله شاه وه، نوموړی چې د زرداد فریادي له کسانو څخه بلل کېده د حامدکرزي په مشرۍ انتقالي حکومت کې اعدام شو.

شاهدان وايي چې عبدالله شاه د زرداد فریادي تر لاس لاندې کار کاوه او د کابل جلال آباد پر لاره یې له مسافرو څخه پيسې اخیستې او ظلمونه یې کول.

خو دغه کس د خپلې یوې مېرمنې او لمسي د وژلو په تور اعدام شو.په دې لړ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له حکومته غواړي له بشري حقونو ټولو سرغړونکو ته سزا ورکړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اجرائیه رییس موسي محمودي وویل:«پر ټولو هغو کسانو چې له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي او هغه کسان چې په تېرو وختونو کې دغه کار کړی او نن شونې ده چې د حقیقي کسانو له خوا د هغوی پر ضد ادعاګانې شتون ولري کولای شي تر عدالت لاندې راشي او په اړه یې عدالت اجرا شي.»

له دې سره سره ځینې سرچینې وايي چې زرداد فریادي د ولسمشر د دویم مرستیال د یوه لیک له مخې خوشی شوی، د سرچینې پربنسټ دغه لیک د ولسمشر د دویم مرستیال له دفتره صادر شوی او په کې راغلي د حزب اسلامي دا پخوانی قوماندان دې په ضمانت خوشی شي، خو پر نوموړي به حق العبد پرخپل ځای وي او کله چې څوک د هغه پرخلاف دعوا وکړي ضمانت کوونکي باید نوموړی دولت ته وسپاري.

په دې لیک کې راغلي چې د زرداد خوشي کېدل د حزب اسلامي له هو‎کړلیک  سره تړاو نه‎لري.

خو د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر په دې اړه خبرو ته حاضر نه‎شو.

د افغانستان د حقوقو پوهانو د ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح وویل:«دا مثال نه یوازې د زرداد لپاره دی بلکې د هر چا لپاره چې وي،له حزب سلامي سره د سولې موضوع ترسره شوې په هغه موضوع کې هر هغه کس چې حق العبدي دعوا ولري هغوی په ازادانه توګه کولای شي اقامه دعوا وکړي او حکومت د همدې لپاره دی چې د غوی دعواو ته رسېدنه وکړي.»

سناټور هاشمي الکوزي هم په دې اړه څرګنده کړه:«هر هغه څوک چې له سیاسي ملاتړ څخه برخمن وي او یا له سترو ګوندونو سره اړیکې لري هغه هڅکله قانون ته نه‎سپارل کېږي موږ د افغانستان پر ولسمشر غږ کوو چې ستاسو په وړاندې دوه ستر خنډونه دي د افغانستان خلکو ته یې ثابت کړې چې هېڅوک له قانون څخه لوړ نه‎دي.»

د حزب اسلامي پخوانی قوماندان زرداد فریادي د کورنیو جګړو پرمهال په بشري جرمونو او جنګي جنایتونو تورن دی چې هغه مهال یې د کابل جلال آباد پر لاره مرکز درلود.

شریک یي کړئ