قطر هېواد ټینګار کوي چې د امریکا متحده ایالاتونو په غوښتنه کې له طالبانو سره اړیکه نیولې ده.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد چارو کې سلاکار، مطلق قحطاني څرګندوي چې دوحې د امریکا د واشنګټن، کابل او طالبانو ترمنځ د اړیکو کانال رامنځته کړ.
دی زیاتوي، قطر د امریکا په غوښتنه او د خپل پرانیستي سیاست پر بنسټ د کابل، امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هڅه وکړه.
په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې طالبانو خپل دفتر په قطر کې پرانیستو تر څو له افغان دولت سره د سولې خبرې اترې مخې ته یووسي.
په دې وروستیو کې سعودي عربستا، مصر، بحرین او عربي متحده اماراتو له قطر سره خپلې اړیکې پرې کړې، او دا هېواد په منځني ختیځ کې پر بېثباتۍ تورنوي.
له دې ډلې سعودي عربستان وویل چې د دې هېواد په مشرۍ یمن کې له ائتلاف څخه به د قطر سرتېري وباسي.
بحرین هم وايي چې قطر په دې هېواد کې لاسوهنه کوي او پر ایران پورې تړلو کړیو ملاتړ کوي.
په دې وروستیو کې داسې اسناد هم خپاره شوې دي چې ښیې قطر تېر کال په افغانستان کې له ترهګرو ډلو ملاتړ کړی دی.