له دې سره چې له طالبانو څخه د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ له ازادېدو درې اوونۍ تېرېږي،خو د دغۍ ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي چې طالبانو تراوسه هم د دغه ولسوالۍ په مرکز کې حضور لري.
د طلوع نیوز خبریالان هر یو کریم امیني او عبدالله همیم چې دغې ولسوالۍ ته تللي دي، وايي چې د ناوې ولسوالۍ بازار تړلی دی او د دغې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي تښتېدلي دي.
له دې سره په ورته وخت کې، د ناوې په مرکز کې سرتېري وايي چې هغوی یوازې په څو واټونو کې کولای شي تګ راتګ وکړي.
له دې سره بیا هم دغه ځواکونه تینګار کوي چې په دغو برخو کې د هغوی عملیات پای ته نه دي رسېدلي او تر هغه وخته چې په بشپړه توګه په ناوه کې ګواښونه له منځه نه وي تللي عملیات به ونه درول شي.
په ورته وخت کې د هلمند امنیه قومندان عبدالغفار صافی وايي:«ولسوالۍ ۸ میاشتې د طالبانو په لاس کې وه،او دا یو بشپړ چاڼ ته اړتیا لري چې د بشپړ چاڼ لپاره یې عملیاتي پلان او پروګرام په لاس کې دی چې عملي کېږي.»
د دې سربېره، د سیمې خلک ډاډ نهلري چې ګواکې امنیتي ځواکونه دې وتوانېږي چې په دوام داره توګه د دغې ولسوالۍ ساتنه وکړي او پرې نه ږدي چې طالبان بیا دغه ولسوالۍ و نه نیسي.