الماني چارواکي وايي چې لږ تر لږه ۱۸ هغه افغان پناه غوښتونکي چې د دغه هېواد له خوا یې د پناه غوښتنه رد شوې وه،په یوې الوتکه کې کابل ته ولېږدول شول.
په همدې حال کې کابو ۲۵۰ تنه د مونیخ ښار هوايي ډګر تهڅېرمه راغونډ او داعتراض په ترڅ کې د افغانانو له ایستلو سره یې خپل مخالفت څرګند کړ.
هغوی وايي چې افغانستان یو ناامنه هېواد دی او دغه پناهِغوښتونکې باید دغه هېواد ته وا نه ستول شي.
المان له دې وړاندې هم په دوو الوتکو کې په لسګونه افغان کډوال له دغه هېواد څخه بهر کړي دي.