Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له امریکا سره د ستراټیژيک تړون پر پایلو د ولسي جرګې نیوکې

د ولسي جرګې رئيس، عبدالروؤف ابراهیمي وايي چې له امریکا متحده ایالاتونو سره د افغانستان امنیتي تړون مثبتې پایلې نه درلودې، او په هېواد کې د داعش لخوا د سرتېرو ګمارنې په اړه اندېښنه څرګندوي، زیاتوي چې نا امنیو هېواد کې اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې ګواښونو سره مخامخ کړي دي.

دی زیاتوي چې یاد تړون د افغانستان کې د نا منیو له منځه وړو په موخه لاسلیک شوی وه، خو پایلې یې نه ښکاري.

ابراهیمي وړاندې وايي:«له امریکا سره د ستراتیژیکې هوکړې سره له بده مرغه موږ کومه د لید وړ پایله نه درلوده.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورڼد کرښې دواړو غاړو ته پر عملیاتو نیوکه کوي.

د ولسي جرګې غړې، راضیه منګل زیاتوي:«د ډیورنډ کرښې دوو غاړو ته چاڼيز عملیات په دې مانا دي چې دا پوله په رسمیت پېژندل شوې او دا ملي خیانت دی.»

د ولسي جرګې غړی، عبدالقدیر خروټی څرګندوي:«دډیورنډ کرښې دواړو غاړو کې هغه قومنه ځپل کېږي چې د پاکستان پر ضد دي.»

د نن ورځې په ناسته کې د لسمشر د لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم بې‎برخلیکېدو هم نیوکې کېږي.

د ولسي جرګې غړې، سیمین بارکزۍ څرګندوي:«باید راشي او ځانونه تبرئه کړي او خلکو ته ښکاره کړي چې څوکۍ تشې نه وي.»

د ولسي جرګې غړی، رمضان بشردوست هم په دې آند دی:«یو شمېر وکیلان چې وايي ولي ائتلاف جوړ شوی دی، او لومړی مرستیال باید کابل ته راشي، دوی خبر نه دي، او د نورو کسانو له خولې خبرې کوي چې یو کال او یو نیم کال یې ترور ته برابر کړي وو.»

داپه داسې حال کې ده چې جنرال دوستم کابو یوه نیمه میاشتې راهیسې په ترکیې کې دی.

د ولسي جرګه کې له امریکا متحده ایالاتونو د امنیتي ستراتیژيک تړون پر پایلو نیوکې وشوې د امنیتي حالاتو ورځ تربلې خرابېدو باندې اندېښنه څرګنده شوه

شریک یي کړئ