Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د غني اوشریف هوکړه

د افغانستان ولسمشر، اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر، نواز شریف قزاقستان کې د شانګهای ناستې په څنډه کې په سیمه کې او دواړو هېوادونو ته ګواښ ترهګریزو کړنو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او د مبارزې پر زیاتوالي یې هوکړه کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ د خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې نواز شریف د زنبق څلور لارې برید او له هغې وروسته د تاوتریخوالیو څپه غندلې ده.

په دې ناسته کې ولسمشر غني افغانستان کې پر ملکي کسانو د تاوتریخوالي پر کمښت ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي دي:«په روژې مبارکه میاشت او جنازې په مراسمو کې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.»

ښاغلي غني زیاته کړې:«له همدې امله اړینه ده چې پاکستان او افغانستان په ګډه سره د ترهګرو ډلو پره له منځه وړو هڅه وکړي او د هغوی ملاتړ له منځه یوړل شي.»

خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو خواو د ګډې کاري ډلې پر جوړولو ټنیګار کړی چې لومړۍ ناسته به یې کابل کې ترسره شي.

همداراز ولسمشر غني د افغانستان‎ـ‎پاکستان ناسته کې چې د سولې پر تړاو جوړیږي ګډون وکړي.

ولسمشر غني همداراز هوکړه کړې ده چې د چین او امریکا په ګډون څلور اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي تر څو ستونزې هوارې شي.

غني زیاته کړې ده:«افغانستان سوله غواړي. د افغانستان حکومت خپله لیوالتیا ښکاره کړه او هغه یې پلې کړه، له حزب اسلامي سره یې هوکړه وکړه او دا په تېرو ۴۰کلونو کې لومړۍ سوله ده.»

ښاغلي غني ویلي دي چې طالبان ډېر وخت نلري ځکه چې نړیوال او افغانان د دوی له بدو کړونو ستړي دي.

پاکستان او افغانستان هوکړه کړې چې د هغو کسانو پر وړاندې به له ټولو امکاناتو کار واخلي چې د سولې له خبرو ډډه کوي

شریک یي کړئ