Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له طالبانو سره دروسي پوځیانو دلیدنې په اړه شواهد په واک کې نه‎شته

د هېواد د کورنیو چارو وزارت نن چهارشبنې(د وري په ۲۳ مه)د ارزګان د امنیه قومندان د ویناوو په غبرګون کې ویلي چې دغه وزارت،له طالبانو سره د روسي پوځیانو د همکارۍ او لیدنې په اړه تراوسه شواهد په واک کې نه‎لري.

د ارزګان امنیه قومندان ویلي چې ۱۱ روسي وګړو،د دغه هېواد د څو جنرالانو او دوه ښځینه ډاکټرانو په ګډون، د ارزګان په ځینو برخو کې له طالبانو سره لیده کاته کړي او د پوځي فعالیتونو په اړه یې دغې ډلې ته سلامشورې ورکړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر سرپرست نجیب دانش وویل:«موږ بیا هم له اړوندو پولیسو(د ارزګان له امنیه قومندان)څخه د وضاحت غوښتونکي شو چې په دې اړه موږ هم په جریان کې پرېږدي؛خو هغه څه چې د کورنیو چارو وزارت یې لري،هېڅ ډول موارد نه ښيي چې په افغانستان کې د دوی(روسي پوځیانو)حضور څرګند کړي.»

خو د ارزګان امنیه قوماندان په ټلېفوني اړیکه کې په دې اړه د استخباراتي مالوماتو پر لرلو ټینګار کوي او خبرداری ورکوي چې دغه روسي پوځیان آن د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار ته نږدې هم لیدل شوي دي.

د ارزګان د امنیه قومندان غلام فاروق سنګري په ټلېفوني اړیکه کې ویلي دي:«د دغو خلکو (طالبانو)د روزیزو پلانونو لپاره،تکتیکي خوځښتونو،د ماین جوړونې لپاره له دغو خلکو(طالبانو)سره لیدنه کړې.دا هغه اطلاعات دي چې په ارزګان کې زموږ کشفي او استخباراتي ارګانونو ترلاسه کړي دي.»

له دې مخکې طالبانو ته د نویو روسي وسلو د رسېدو په اړه هم رپوټونه خپاره شوي خو د هېواد امنیتي ادارې په دې اړه د بسندویه شواهدو له نشتوالي خبره کوي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش څرګنده کړه:«زموږ پوځي عملیات،د افغانستان په ګوټ ګوټ کې جریان لري.موږ تراوسه،داسې اسناد ترلاسه کړي نه دي چې وښيي روسیه طالبانو ته وسلې وکړي.»

له بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم وايي د امنیتي ادارو له مسؤولینو سره په کتنه کې یې په ځلونو له طالبانو سره د ګاونډیو هېوادونو د یو شمېر کړیو د همکارۍ په شان مسلو په اړه بحث کړی دی.

د ولسي جرګې غړي خالد پښتون وویل:«همدا پرون ما د کورنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې.د نیمروز له مرز څخه،په سلګونه«بي ام ۴۰»توغندي هېواد ته وارد شوي دي چې د هلمند،کندهار او ارزګان او لوېدیځو ولایتونو کې طالبانو ته وېشل شوي دي.ویل کېږي چې دغه وسلې د روسیې له خوا د ایران له لارې افغانستان ته وارد شوي دي. »

هغه څه چې د افغانستان په ناامنیو کې د ګاونډیو هېوادونو د یو شمېر کړیو لاسوهنه بلل کېږي، تل د اندېښنې وړ ده او همدا لاسوهنې له ترهګرۍ سره د مبارزې د اوږدېدو لامل بلل کېږي.

د ولسي جرګې غړی عبدالجبار قهرمان ویلي:«طبیعي ده چې د ایران ډېری وسلې چې هغوی په تېرو کې هم له روسیې سره په دې اړه تړون لرلی دی،د همغه هېواد جوړښت دی او ایرانیان ډېر شمېر روسي وسلې په واک کې لري.نو که‎چېرې دغه وسلې د ایران له خاورې طالبانو ته ورسېږي،نه کېږي په پرېکنده توګه ووایوو چې دا کار روسیې کړی دی.»

ټاکل شوې دوې ورځې وروسته، روسیه د افغانستان او په سیمه کې سولې ته د رسېدو لپاره د غونډې کوربتوب وکړي، په دغه ناسته کې به د چین، پاکستان، ایران، هند او د منځنۍ اسیا د پنځو نورو هېوادونو په ګډون د ۱۱هېوادونو استازي برخه واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا په دغه غونډه کې به د ترهګرو پر پټنځایونو د برید پر اړتیا ټینګار وکړي او له ګډون کوونکو هېوادونو څخه به وغوښتل شي چې د ترهګرو ډلو ترمنځ توپير ونه‎کړي.

شریک یي کړئ