د ملي اردو یو سرتېری له خپلې وسلې سره د طالبانو له ډلې سره یوځای شوی دی.
بغلان ولایت کي یوې امنیتي سرچینې نن(یکشنبې د وږي۵مه) ویلي دي چې د ملي اردو دي سرتېري له ځانه سره درې میله وسلې هم له ځانه سره وړې دي.
یاده سرچینه زیاتوي چې تښتېدلي سرتېري د ۲۰۹ شاهین قول اردو دوهم کنډک دوهمې لوا سره دنده ترسره کوله، او نن سهار د مرکزي بغلان په جرخشک سیمه کې له طالبانو سره یوځای شوی دی.
ویل کېږي چې یاد سرتېري د سرپل ولایت اوسېدونکی وه.
امنیتي ځواکونو او طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.