Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له لږو تجهیزاتو سره په لویو لارو کې د ماینونو شنډول

د کابل په ۳۵ کیلومټرۍ کې ماین پاکان پولیس شپه او ورځ د هغې لویې لارې په ډاډمنتیا کې هڅې کوي چې ۹ ولایتونه سره نښلوي.

د طلوع نیوز خبریال د میدان ښار - جلریز لویه لار کې همدا وضعیت څارلی او وایي چې پولیس د بسندویه وسایلو له نشتوالي سره د سړک غاړي ماینونو سره مخامخېږي.

په ورته وخت کې د میدان وردګ پولیس د ماین پاکانو پولیسو په تړاو د مکافاتو او مجازاتو د اصل نشتوالي باندې نیوکه کوي.

له ګواښونو په تېره بیا د واټونو ترڅنګ ماینونو سره مقابله د دوی لپاره نور عادي شوې خو احتیاط په خپل کار کې د بري لومړی شرط بولي.

۴۴ کلن عبدالرحمان کابو ۲۰ کاله له پولیسو سره کار کړی او له دوو کلونو راهیسې چې د دغو ځواکونو د مین پاکانو له قطعې سره یو ځای شوی کابو ۱۸۰ ماینونه یې شنډ کړي دي.

په دې شپه هم هغه او ملګري یې له یوه ماین سره مخامخ شول چې د میدان ښار جلریز پر لاره د پوځي کاروانونو پر لاره ايښودل شوی وه.

داسې ګمان کېږي چې ښايي تر یوه  پلچک لاندې نور ماینونه هم وي عبدالرحمان او ملګري یې دې ته اړ باسي چې لومړی ماین له خپل ځایه وخوځوي. دا کار ښايي د ماین د چادېدو احتمال هم ولري خو باید دغه خطر ومني.

لږ داسې پېښ شوې چې عبدالرحمان او ملګري یې په یو شپه او ورځ کې د واټ ترڅنګ یوازې له یوه ماین سره مخامخ شي. یو کال مخکې دوی په یوه جګړه کې یوازې په یوه ورځ کې پر لاره له لسو ماینونو سره مخامخ شول.

د پولیسو د ماین پاکونې افسر عبدالرحمان چکري وايي:«له میدان ښار څخه مو چې حرکت وکړ او جلریز ته تر رسېدو، ۸۱ ماینونه مو شنډ کړل او یا هم وچاودول.»

نوموړی وایي پنځه ماشومان لري او هر ځل چې له رخصتۍ وروسته بېرته دندې ته ستنېږي له پخوا زیات په اندېښمنه توګه ورسره مخه ښه کوي.

هغه زیاتوي:«که‎څه هم کورنۍ مې له دغه مسلک سره چې ما غوره کړې راضي نه ده، خو ما دغه مسلک د دې لپاره غوره کړی چې ډېر سپېڅلی مسلک دی.»

خو دغه ماین پاکوونکي د وسایلو له کمښت سره مخامخ دي، چې دې مسلې د افغاني ځواکونو لپاره په تېره بیا پلازمېنې ته په نېږدې سیمو د جګړې په ډګرونو کې ستونزې رامنځته کړې دي.

د میدان وردګو امنیه قومندان فهیم قایم په دې اړه وايي:«کله چې هغوی له لیرې لارې ماین کنټرول وي، نو موږ هم باید له نننیو پرمختللو وسایلو سره سمبال وو ترڅو د خلکو ژوند وژغورو.»

دغو ځواکونو په تېر یوه کال کې د کابل - کندهار او نورو هغو لارو چې له وردګو ولایته نورو ولایتونو ته غځېدلې د واټونو ترڅنګ کابو ۵۰۰ ماینونه شنډ کړي دي.

هغه هم په داسې وضعیت کې چې په دغو سیمو کې ماینونو پوځیانو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه رسولي دي.

شریک یي کړئ