Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ملګرو ملتونو پر اسلامي حزب د پراتو بندیزوننو لیري کېدو غوښتنه

حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شور ته دلیک په استولو سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ پر حزب اسلامې باندې د بندیزونو دلیرکیدو غوښتنه کړي.

خو پر نوموړي ګوند د بندیزونو له لیرې کولو وروسته د حزب اسلامي عملي ګامونه تراوسه روښانه نه دي.

د حزب اسلامي ویاند، حشمت الله ارشد څرګندوي:«لږ وخت نیسي؛ خلک به ډېر ژر د سولې پایله وګوري.»

په همدې حال کې اروپايي ټولنه له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړې په عملي کولو کې د خپل احتمالي رول خبر ورکوي.

د اروپايي ټولنې مرستیال، جورج کننګهام وايي:«موږ په اوسني وخت کې هغه رول چې ښايي اروپايي ټولنه کې له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې په پلي کولو کې ولوبوي، څیړو، البته دا هڅې ددې لپاره دي چې طالبان دې ته اړ کړو چې له جګړې لاس واخلي او سیاسي ژوند ته مخه کړي.»

خو حزب اسلامي د سولې د هوکړې په عملي کولو کې ترکومه بریده ژمن دی؟

د پوځي چارو کارپوه، جاوید کوهستاني زیاتوي:«دا بندیزونه به ژر لیري نشي، تر څو چې نړیواله ټولنه او د افغانستان حکومت د امنیت په برخه کې بدلون ونه ګوري.»

تمه کیږي چې پر حزب اسلامي د بندیزونو له لیرې کولو وروسته د دې ګوند هغه غړي چې له طالبانو سره یو ځاي دي له دغې ډلې بیل او له حکومت سره یو ځاي شي.

شریک یي کړئ