Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ولسي جرګې د ماليې وزارت غوښتنه؛ د راتلونکې کال د بودجې تصویب

د مالیې وزارت له ولسي جرګې  غواړي چې د راتلونکۍ ۱۳۹۶ کال د بودیجې سند تصویب کړي، خو ولسي جرګه څرګندوي چې د بودیجه دغه سند ستونزې لری او ښايي ولسي جرګه یې رد کړي.

د ۱۳۹۶ کال د بودیجې په سند کې د ولسمشرۍ ماڼۍ لګښت ته ۱۱ میلیونه او د اجرائیه ریاست یا سپېدار ماڼۍ د لګښتونو لپاره دری نیم ملیونه بیل شوي دي.

دولسمشرۍ ماڼۍ د سند پر اساس ولسمشرۍ ماڼۍ به دغه  یولس میلیونه ډالر د دې ماڼې د بیا جوړونۍ په برخه کې ولګوي.

د ولسي جرګې منشي، عبدلروؤف انعامي وايي:«داسې نه کېږي چې موږ په نا امنو سیمو کې بودجه ځانګړې کړو هلته د نا امنیو ستونزه شته چې هلته به بودجه نه لګول کېږي او بیا به موږ وزیران استیضاح کوو.»

د ولسي جرګې غړي دغه بودیجه له ډېرو ستونزو ډکه بولي لکه څنګه چې د بودیجې د سند له مخې له ۱۱ میلیون ډالرو څخه چې د ۱۳۹۶ کال په بودیجه کې د ولسمشرۍ دفتر لپاره په پام کې نیول شوي، ډېری دغه پيسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ننه واټونو، د ولسمشر پر دفتر او د اوسیدو پر ځاي او د ګلخانې او دلګشا ماڼیو پر رغولو او د ولسمشرۍ ماڼۍ د برجونو پر رغولو ولګول شي. لکه څنګه چې د ولسمشر د ځانګړي پخلنځي د جوړولو لپاره څه د پاسه ۶۰۰زره ډالر په پام کې نیول شوي دي.

ویل کېږې چې د ولسمشر ځانکړي پخلنځي لپاره ۶۰۰زره ډالره په پام کې نیول شوې دي.

د اقتصادي چارو کارپوه، سید مسعود څرګندوي:«آیا دا ښه ده چې موږ ولسمشرۍ ماڼۍ کې ۱۱ میلیون ولګوو یا یې پر ځای ۳،۵ میلیونه ولګوو او پاتې یې تولیدي پروژو کې ولګوو او ۱۰۰ کسانو ته کار پیدا شي او کور ولري.»

د اجرائیه ریاست وايي چې ورته بېلې شوې ۳ میلیونه او ۲۵۰ زره ډالره به د الحاقیه ماڼۍ رغولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړوالي په موخه ولګول شي.

د ماليې وزارت د عامه اړیکو رئیس، اجمل حمید عبدالرحیمزی ولسمشر‎ۍ مانۍ ته د ځانګړو شویو پیسو په اړه وايي:«د ولسمشرۍ ماڼۍ زموږ لپاره یوه بودجوي ا داره ده او هغه بودجه چې ورته په پام کې نیول شوې ده د حکومتي ادارې په توګه د اړتیاوو پر اساس په پام کې نیول شوې ده.»

شریک یي کړئ