Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له څلورو ورځو راهیسې د کندهار ـ هلمند لاره تړلې ده

د کندهار – هلمند لویه لاره د څلورو ورځو راهیسې تړلې ده.په دغې لاره تلوونکي مسافر وايي چې د دغې لارې د بېرته پرانیستو لپاره تراوسه پوځي عملیات پیل شوي نه دي.

 په همدې حال کې یو شمېر چلوونکي وايي چې طالبانو د کندهار – هلمند په لاره ټول واړه او غټ پلونه له منځه وړي دي.

دغه موټر چلوونکي د دغې مهمې نښلوونکې لارې د بېرته پرانستو په کار کې په پروایۍ تورنه وي.هغه زیاتوي اړ دي چې له فرعي او خطرناکو لارو څخه،چې ډېری طالبان په دغو لارو کې حضور لري، تګ راتګ کوي.

له دې سره په ورته وخت کې ځينې مسافر وايي چې طالبان په فرعي لارو کې خلک پلټي او د هغوی ځينې له ځان سره بیایي.

هغوی زیاتوي چې په دغې لاره کې د دوی یوه ستره ننګونه،د طالبانو له خوا د بې‎ شمېره ماینونو ځای پر ځای کول دي.شېبه وړاندې یوې چاودنې د وه ولسي وګړو ژوند واخیست.

په هدې حال کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د ارکان رییس عبدالغني ابرار وايي چې دولتي ځواکونه له طالبانو سره د مباررزې لپاره چمتو دي.

ښاغلی ابرار وايي چې غواړي ډېر ژر د کندهار‎- هلمند لاره بېرته پرانیزي او د دغې لارې د ماینونو د پاکونې ترڅنګ،واړه او غت ویجاړ شوي پلونه هم بیاورغوي.

امنیتي ځواکونه وايي چې د کندهار – هلمند د لویې لارې د امنیت د ټينګښت لپاره د پولیسو او ملي پوځ ځواکونو دوه کنډکونه ځای پر ځای شوي دي.

شریک یي کړئ