کابل کې د امریکا متحده ایالاتونو د سفارت سرپرست هوګو لارنس د افغانستان لویې څارنوالۍ کې د ښځو ونډې زیاتوالي په برخه کې پر مرستو ټینګار کوی.
نوموړي لویې څارنوالۍ کې نن( سېشنبې د غبرګولي۲مه) د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو څخه د ۱۱۹ ښځو د فراغت په غونډه کې خبرې کولې، وویل چې په دې بنسټونو کې د ښځو کموالی لامل شوی دی چې ښځې ډېره مراجعه ونکړي، نو باید چې د ښځو ونډه په څارنوالۍ کې زیاته شي.
ښاغلي لارنس زیاته کړه:«اوس یو لوي فرصت برابر شوی ترڅو په نظام کې د میرمنو له سمبولیک ګډونه اخوا ګام واخلو، اوس حقیقي فرصت برابر شوی چې د قانون د واکمنۍ او د مډرن عدلي نظام په رامنځته کولو کې د میرمنو رول د ټولو افغانانو په خدمت کې وي.»
په همدې حال کې د هېواد لوی څارنوال، فرید حمیدي څرګندوي چې د دوی هڅو له امله په لویې څارنوالۍ کې د ښځو ونډه له ۳ سلنې څخه ۷ سلنې ته زیاته شوې ده.
حمیدي زیاته کړه:«یک کال مخکې مو په څارنوالۍ کې یوازې یو ښځېنه رئیسه درلوده، خو نن د لویې څارنوالۍ ادارې مرستیاله هم ښځه ده او نهه نورې رئیسانې چې پياړوې او ځواکمنې دي لرو او د افغانستان قانون حاکمیت او عدالت لپاره کار کوي.»
همداراز افغانستان کې د آسیایي بنسټ مسوؤل، عبدالله احمدزی زیاته کړه:«دوه زره او ۳۷۰ ښځو په ټول هېواد کې غوښتنه کړې ده او دا ستاسو د لېوالتیا او ژمنې ښکارندويي کوي.»
په دې ناسته کې د ښځو چارو وزیرې، دلبر نظري وویل:«موږ خوشاله یوو چې له دې پروګرام سره عدالت ته د ښځو لاسرسی زیاتیږي.»
د امریکا نړیوالې پراختیا اداره په کابل کې په لویې څارنوالۍ کې په کار ګمارلو په موخه د یو شمېر کسانو د روزنې لړۍ پیل کړې ده چې له مخې یې ۱۱۹ ښځې به په یوه میاشت کې روزنه وګوري.
دا بنسټ وايي چې د دې پروګرام په دوهم دور کې به ۲۴۲ ښځو ته روزنه ورکړل شي تر څو د افغانستان په بېلابیلو برخو کې په څارنوالۍو کې کار وکړي.