د اجرائيه رییس دویم مرستیال محمد محقق ګواښ کوي کهچېرې حکومت په هېواد کې د جوماتونو د امنیت تابیاوې ونه نیسي، ستر ناورین به رامنځته شي.
ښاغلي محقق چې نن (جمعه د لړم په ۵ مه) د یوه جهادي څېرې او پخواني سناټور قربان علي عرفان په دویم تلین کې خبرې کولې ټینګار وکړ چې خلک باید هوښیار وي او د هېواد د دښمنانو د نقاق اچونې مخه ونیسي.
هغه په دې اړه وویل:«خلک بې ګناه او بې دفاع دي چې د عقیدې او باور پر جرم یې، د پېژاند او مذهب په جرم، او د دین په جرم یې وژل کېږي، دا یو نه بښوونکی جنایت دی. له کال راهیسې د داعش مسله رامنځته شوې زه دا د حکومت په کچه مطرح کوم.»
د اجرائیه ریاست دویم مرستیال په داسې حال کې د حکومت پر سیاستونو نیوکه کوي، ډېری دغه نیوکې په خپله هغه ته چې یو لوړپوړی دولتي چارواکی دی راجع کېږي.
له دې ټولو سره، د قربان علي عرفاني په دویم تلین کې ګډون کوونکي، د هغه له کار کړنو یادونه کوي.
د اطلاعاتو او کلتور زوارت مرستیال سید اقا سانچارکي په دې اړه وویل:«د دیني علومو، فقې، منطق ، فلسفې او عرفان د نظر له خاوندانو څخه وه.»
د ولسي جرګې غړي محمد اکبري وویل:«استاد عرفاني انصافاً په هرو شرایطو کې مثبت وه.»
پر جوماتونو د بریدونو زیاتوالي له کبله داسې مهال اندېښنه ښوول کېږي، چې تېره اوونۍ د کابل په دشت برچي کې د امام زمان پر جومات خونړي برید کې له سلو زیات کسان ووژل شول او یا هم ټپیان شول.