په اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی په هېواد کې د ورستیو جګړو او ناخوالو لامل د یوې سیاسي مشرتابه نشتون او همدارنګه په حکومت کې د مدیریت ناتواني بولي.
احمد ضیا مسعود چې د پخواني جهادي قومندان جنرال محمد پنا د تلین په مراسمو کې وینا کوله د حکومت له سیاسي مشرانو یې وغوښتل چې په حکومت کې د څوکیو لپار نه بلکې د خلکو د آرامښت لپاره هڅې وکړي.
هغه وویل:«اوسنۍ جګړه موږ د څو انګیزۍ کلمو په ویلو سره بریالۍ کولای نه شو.تر هغه وخته چې موږ خلک سمبال نه کړو او جګړه هدف منه نه کړو او د خپل هېواد په مېلیونونه کسان د دغې موخې تر شاه سمبال نهشي ډېره ستونزمنه ده چې موږ وکړای شو دغه جګړه د ملکي خدماتو له کارکوونکو او یا څو تنه چې واک په لاس کې لري بریاليتوب ته ورسو.»
د دې غونډې ګډونوال د دغه قوماندان د کارنامو په ستایلو سره د هېواد د سولې او جګړې او اوسنۍ اوضاع په اړه بحث وکړ.
د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه وویل:«نن هم افغانستان تر یرغل لاندې دی.تر بېلابېلو نومونو لاندې ترهګرو ډلو پر افغانستان یرغل کړی او له دوی ملاتړ کېږي.»
په دې لړ کې د حکومت دننه اختلافونه په ځانګړې توګه د سیاسي مشرانو او جهادي څېرو ترمنځ په اختلاف هم نیوکې وشوې.
د ملي امنیت لومړنی مرستیال ادیب فهیم وايي:«نن هغه څه چې زموږ د پایښت لامل کېږي او د هغو ارزښتونو د پراختیا لامل شي چې ټول پرې باور لري یووالی دی او د یووالي او اتفاق نشتوالی د دې لامل کېږي چې موږ ټول لهمنځه ولاړ شو.»
جنرال محمد پناه د هېواد له جهادي څېرو یو تن وو. هغه د مجاهدینو له بریا وروسته له طالبانو سره په جګړه کې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې له خپلو څو تنو همکارانو سره ژوند له لاسه ورکړ.
طالبان په هغو شپو او روځ کې د کابل د نیولو په هڅه کې وو.