د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو مشرتابه غړی ادعا کوي چې په دغه بنسټ کې ډېری پرېکړې د څلورو تنو او په پټه نیول کېږي.
د ټاکنو د کمېسیون دغه غړی زیاتوي چې د ټاکنو کمېسیون پرېکړې د دغه بنسټ د درې نورو غړو تأییدي نهلري.
ښاغلي دولتي په دې اړه څرګنده کړه:«زه تاسو ته یو مثال وایم کله چې موږ غوښتل د دارالانشا رییس معرفي کړو، له دې وروسته کله چې لومړنۍ ازموینې واخیستل شوې، خو له بده مرغه د کار په پای کې مو یوه رسمي جلسه نه لرله د هغو درې کسانو په اړه چې باید ولسمشرۍ ماڼۍ ته استوو، هوکړې ته ورسېږو؛ هغه موضوع په یوې ناسته کې د هغوی څلورو تنو په منځ کې ترسره شوه، ټول کمېشنرانو ګډون نه درلود.»
دا په داسې حال کې ده چ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند په دې اړه له طلوع نیوز سره خبرو حاضر نهشو، خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه او د ټاکنو د برخې شنوونکي په دې اړه داسې وایي.
د افغانستان د رڼو او ازادو ټاکنو سازمان اجرائيه رییس حبیب الرحمان ننګ وايي:«په دغو اختلافاتو کې بهرني عوامل هم خپله اغېزه لري، حکومت هم په نېغه توګه د کمېسیون په کارونو کې لاسونه کوي او ځینې سیاستوال هم په دغو موضوعګانو کې شریک دي او دغو عواملو د کمېسیون کارونه له پڅوالي سره مخ کړي دي.»
د ټاکنیزو چارو کارپوه شاه محمود مل هم څرګنده کړه:«کمېسیون له مدیریتي پلوه د ټاکنو د مدیریت او د اصلاحاتو د پلي کولو لپاره د ګډو پرېکړو نیولو لپاره خپل ځواک له لاسه ورکړی دی.»
تر دې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوې بلې غړې ملیحې حسن ادعا کړې وه، چې د ټاکنو په کمېسیون کې ځینې پرېکړې په پټه کېږي او د کمېسیون ځېنې غړي څنډې ته کړی شوي دي.