د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست اعلان وکړ چې پر ملي شورا د دوشنبې ورځې برید د حقاني شبکې له لوري او د پاکستان د استخباراتي سازمان یا آی اس آی په همکارۍ سره طرحه شوی وو.
د دغه ریاست لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه برید د حقاني شبکې د پوځي کمېسیون د مسؤل مولوي شيرین له لوري او د پاکستان د پوځي استخباراتو سازمان د بلال په نوم افسر په همکارۍ، د پېښور په ښار کې طرحه شوی وو.
د ملي امنیت د لوی ریاست ویاند حسیب صدیقي وايي چې په دغه برید کې ۷.۵ میلیونه پاکستاني کلدارۍ لګول شوي دي.
ښاغلي صدیقي په دې اړه وویل: " دغه برید د حقاني شبکې له لوري له ډېرو امکاناتو سره د بلال په نوم د یوه کس په واسطه چې د پاکستان د پوځي استخباراتي سازمان له افسرانو څخه دی طرحه شوی وو. په دغه برید کې کابو ۷.۵ میلیونه پاکستاني کلدارۍ د ترهګرو په واک کې کېښودل شوې وې".
ښاغلی صدیقي وايي چې که څه هم وړاندې له دې هم دوه نور بریدونه د وري په ۲۱ او د غبرګولي په ۲۰ د حقاني شبکې له لوري د ملي شورا د په نښه کولو په موخه طرحه شوي وو، خو د ملي امنیت ځواکونو هغه ترهګر چې غوښتل یې دغه بریدونه ترسره کړي ونیول.
هغه وايي چې پر ملي شورا برید په هغه اندازه ماهرانه وو چې حتا د ملي شورا د ودانیو نقشې هم د یرغلګرو په واک کې وې.
حسیب صدیقي په دوام کې زیاته کړه: " دوی ډېر امکانات لرل. د مثال په توګه د پارلمان یوه ډېره حرفوي نقشهیې په لاس کې لرله او په دغه برید کې ډېره پېچلې پلان جوړونه شوې وه".
پر ملي شورا د دوشنبې ورځې برید هغه مهال پېښ شو چې ټاکل شوې وه د ملي دفاع نوماند وزیر ولسي جرګې ته وروپېژندل شي. په دغه برید کې پنځه تنه ولسي وګړي ووژل شول او څه د پاسه ۳۰ تنه ولسي وګړي ټپیان شول.
په دې اړه مو اندونه