Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګرو ملتونو کابل کې پر سترې محکمې برید وغانده

د ملګرو ملتونو سازمان تېره ورځ (سې‎شنبې د سلواغې ۱۹مه)د سترې محکمې پروړاندې ځانمرګی برید غندي او د دې پېښې د عاملینو پر مجازاتو ټينګار کوي.

ملګرو ملتونو د اعلامیې په خپرولو سره د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

دې بنسټ همداراز زیاته کړې ده چې د قضایي، بشري حقونو او د بشردوستانه مرستو د ادارو په ګډون د ملکي کسانو پروړاندې بریدونه د توجیه وړ نه دي.

په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ هم برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره هم د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړې دي.

تېره ورځ په کابل کې د سترې محکمې مخې ته برید وشو چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېرو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په دې پېښه کې د ۹ ښځو په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۱ تنه نور ټپیان دي.

دې بنسټ همداراز زیاته کړې ده چې د قضایي، بشري حقونو او د بشردوستانه مرستو د ادارو په ګډون د ملکي کسانو پروړاندې بریدونه د توجیه وړ نه دي

شریک یي کړئ