Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه: پر روغتیايي مرکزونو قصدي بریدونه اندېښمنوونکي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ پلاوی دفتر (یونما) په یوه نوي رپوټ کې چې د یکشنبې په روځ (د زمري په ۱) خپره شوې، د کورونا ویروس له خپرېدو سره هم مهاله په افغانستان کې په قصدي توګه پر روغتیايي مرکزونو بریدونه د اندېښمنې وړ ګڼي.

په دغه رپوټ کې چې د «د کووېد ۱۹ د خپرېدا په لړ کې پر روغتیايي مرکزونو بریدونو» په نامه خپور شوی، راغلي دي، چې طالبانو د روغتیايي کارکوونکو تښتولو ته دوام ورکړی او همدارنګه پر یوه درملتون برید کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو متلونو سازمان سرمنشي ځانګړی استازی او د یونما رییس دیبرا الینز په دې اړه وايي:«کله چې په افغانستان کې د ټولو خلکو د ځان خوندیتوب لپاره یو بیړنۍ بشرپاله ځواب وینې ته اړتیا وي، طالبان او افغان امنیتي ځواکونه، دواړو له تاوتریخوالي ډګ اقدامات ترسره کړي دي چې روغتیايي عملیات یې تر اغېزې لاندې راوستي دي.»

هغه زیاتوي:«د دغو کړنو لپاره هېڅ ډول توجیه شتون نه لري، د ملکي کسانو خوندیتوب او سلامتي باید یو لومړيتوب وي.» 

په دغه رپوټ کې، افغان امنیتي ځواکونه هم تورن شوي چې د روغتیايي کارکوونکو په وړاندې یې په تاوتریخوالي لاس پورې کړی دی.

دغه رپوټ ۱۵ روغتیايي مرکزونه چې پرې بریدونه شوي دي مستند کړي دي او له دې ډلې ۱۲ بریدونه قصدي وو او درې هم په تصادفي توګه شوي دي.

په دغه رپوټ کې ټینګار شوی چې «د روغتیايي مرکزونو په وړاندې د تاوتریخوالي قصدي اقدامات د روغتونونو او د هغه اړوندو کارکوونکو باندې منعه دی او جنګي جرمونه حسابېږي.»

ملګرو ملتونو سازمان له ښکېلو لورو غوښتي دي چې له روغتیايي مرکزونو او کارکوونکو ساتنه وکړي او پر دغو مرکزونو بریدونه په فوري توګه ودروي.

شریک یي کړئ