Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مکین:د ټرمپ نوې تګلاره به د افغانستان د جګړې د بریا لامل شي

د امریکا په سنا مجلس کې د وسله‎یزو خدمتونو د کمېټې رییس جان مکین وايي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د خپل ملي امینت ډلې څخه د مشورې اخیستو په حال کې دی. او د افغانستان په اړه د واشنګټن نوې تګلاره به په جګړه د بریا لامل شي.

دغه نامتو امریکايي سناټور وايي چې د افغانستان د جګړې د تګلارې لپاره تراوسه هم سلامشورې روانې دي.

ښاغلي مکین وویل:«زه باور لرم چې د ولسمشر د خپل ملي امنیت په ډلې ستر باور لري. زه باور لرم چې ډېری وخت هغه د دغې ډلې د غړو مشورې مني. ایا هغه هر کله له دغې ډلې مشورې اخلي،ځواب یې نه دی او دا چې هغه هر وخت مشوره نه اخلي زه ځورېږم.»

شونې ده چې د افغانستان په اړه د واشنګټن د تازه تګلارې له اعلان سره په دغه هېواد کې به د امریکايي ځواکونو شمېر زیات شي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او عراق په جګړه کې وژل شویو سرتېرو ته د درناوي لپاره د آرلینګټون ملي مرسټون کې ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جګړه له د ټولو تمدنونو له دښمنانو سره جګړه ده.

په همدې وخت کې د دوه امریکايي سرتېرو داستان چې د هغوی یو د یوه افغان سرتېري د ځان ژغورنې پر مهال ژوند له لاسه ورکړ یادونه وشوه.

ټرمپ وویل:«رابرټ په افغانستان کې د ټولو تمدنونو له دښمنانو سره په جګړه کې ژوند له لاسه ورکړ. له جان څخه نیول، تر کرین، هیټر، ټیټ، انډریا او د کیلي ټوله کورنۍ نن د ۳۰۰ مېلیون امریکایانو زړونه له تاسو سره دي موږ ستاسو په غم کې شریک یوو.»

په افغانستان کې د یوه وژل شوي سرتېري مور وايي چې زوی یې د ژوند په وروستیو ورځو کې ویلي وو:«مورې هیله لرم چې خلک مې هېڅکله هېر نه کړي ما هېڅکله ژوند نه دی کړی.»

په افغانستان کې د بل وژل شوي سرتېري پلار الیسن ملجچتږسټکي هم وویل:«زوی مې له دغه هېواد سره ډېره مینه لرله. هغه خپل ژوند له زښت زیات در سره فدا کړ او هېڅکله یې د درد له امله و نه ژړل.»

شریک یي کړئ