د ناټو پوځي کمېسیون رئیس، جنرال پاول افغانستان اوسمهال له کړکېچ سره مخامخ هېواد بولي، خو زیاتوي چې افغان ځواکونه له خپل هېواد او خلکو په جدي توګه دفاع کوي.
نوموړي دا څرګندونې په البانیا کې د پوځي کمیسیون په ناسته کې وکړې.
په دې ناسته کې د ناټو غړو هېوادونو ۲۹ پوځي رئيسانو ونډه اخیستې وه.
جنرال پاول وویل چې څو میاشتې نورې په مخکې لري تر څو افغانسان ته د ناټو او امریکايي سرتېرو ليږلو په اړه فکر وکړي.
خو، ده همداراز زیاته کړه چې اوسمهال افغانستان کې د سرتېرو تشې ډکولو په موخه باید سرتېرو ولېږل شي.
په همدې حال کې د افغانستان ته د لا ډېرو سرتېرو لیږ لپاره ۲۹ نورو غړو رایو ته هم اړتیا شته.
دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر، جمیز مټیس له ناټو غوښتنه کړې ده چې افغانستان کې خپله ونډه ترسره کړي.