د ناټو لوی منشي، سټولټنبرګ له آلمانۍ"ولټام رونتاګ" ورځپاڼې سره په خبرو اترو کې ویلي دي چې ښایې د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړي تر څو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان ځواکونو مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه ده چې د د دې تړون غړيه هېوادونه به د روان زیږدیز کال په جون میاشت کې په افغانستان کې د ناټو غړو سرتېرو شمېر زیاتوالي په اړه پرېکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې هلمند ولایت ته د امریکا متحده ایالاتونو ۳۰۰ سرتېري استول شوي دي او ویل کېږی چې د دغو ځواکونو ماموریت به افغان ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او مرسته کول وي.
اوسمهال ناټو افغانستان کې ۱۳ زره سرتېري لري چې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو جنګي ماموریت ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې په افغانستان کې پاي ته رسیدلی وه، خو اوس دغه ځواکونه د هېواد یوه ناامنه سیمې ته استول شوي دي.
مخکې له دې په افغانستان کې د غوڅ ملاتو او امریکايي ځواکونو قومندان، جنرال جان نیکلسون دامریکا په کانګرس کې افغانستان ته د تازهدمو سرتېرو د استولو غوښتنه کړې وه.
په همدې حال کې د امریکا دفاع وزارت افغانستان ته د ۳ تر ۵ زرو سرتېرو پر استولو کار کوي.