په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ناټو عمومي منشي وویل، د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم ترېنګلی پاتې دی.
هغه وویل، دا چې افغانستان د جنګ کوونکو په پټنځای بدل نه شي نو له دې چارې مخنیوی د ناټو تړون په ګټه دی.
ینس سټولنټبرګ وویل، له همدې امله ناټو تر ۲۰۲۴ز کال پورې د افغانستان حکومت مالي او پوځي ملاتړ کوي.
هغه وړاندې زیاته کړه: «د افغانستان امنیتي وضعیت ستونزمن پاتې دی، په تېرو میاشتو کې مونږ د لویو بریدونو شاهدان و خو افغان امنیتي ځواکونه او موږ ولاړ یو.»
د ناټو عمومي منشي دا هم وویل، چې دوی په افغانستان کې د مرستې لپاره پاتې دي: «موږ د دې لپاره په افغانستان کې یو چې له هغوی [افغانانو] سره مرسته وکړو او له ترهګرو سره وجنګیږو، له ترهګرو سره مبارزه او د نړۍوالو ترهګرو په پټنځای د افغانستان د بدلېدو مخنیوی زمونږ په ګټه دی.»
د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم وايي چې تر څو امنیتي ځواکونه پخپلو پښو درېږي، د ناټو په تېره بیا د امریکا متحده ایالاتو مرستې ته اړتیا لري.
د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید وویل: «د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د سیمې او نړۍ په سطحه د جګړې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي، دا د ټولو مسوولیت دی چې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي، تر څو چې افغان امنیتي ځواکونه پخپلو پښو درېږي، د ناټو او په تېره بیا د امریکا مرستو ته به اړتیا لري.»
ناټو شاوخوا ۱۵زره پوځیان په افغانستان کې لري چې د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنه، مشوره او مرسته بوخت دي.