د ننګرهار د لالپوې ولسوالۍ اوسېدونکو د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو پر ضد لاریون وکړ او له حکومت څخه یې د جګړه ییز غبرګون غوښتنه وکړه.
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د لاریون په ترڅ کې وویل، چې په تېرو څلورو ورځو کې پر د ولسوالۍ تر ۳۰۰۰ ډېر توغندي راغلي او ۲۱۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي چې حکومت لا د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو ځواب نه دی ورکړی.
یو تن لاریون کوونکی، حاجي ګل احمد څرګندوي:«پاکستاني پوځيان له څلورو خواو پر پولې پرتې ولسواليو راکټي بریدونه کوي او ډېر خلک یې په وېره کې اچولي دي.»
د لعل پورې ولسوالۍ بل لاریون کوونکی، سید احمد څرګندوي:«کابو دوه زره کورنیو خپل کورونه پرېښې دي او امنو ځایونو ته تلي دي. موږ له حکومت څخه غواړو چې په دې برخه کې پرېکړه وکړي.»
له بلې خوا د ننګرهار ولایتي شورا چارواکي پر حکومت غږ کوي که دا مسئله له ډيپلوماتیکو لارو نه اوارېږي باید ځواب ورکړل شي.
د ولایتي رئیس، احمدعلي حضرت وویل:«له بدله مرغه چې د پاکستان د پوځيانو له برید څخه څلور ورځې تېرېږي، خو دولت تر اوسه پورې کوم اقدام نه دی کړی، موږ له حکومت څځه غواړو چې په دې برخه کې بېپروايي نه کړي.»
د ننګرهار ولایتي شورا له مرکزي حکومت څخه غواړي که له ډيپلوماتیکو لارو څخه د توغندیو مسئله نه اوارېږي، نو باید ژر تر ژره جګړهییز غبرګون وښوول شي.
لاریون کوونکی، شاهګل وايي:«موږ له پاکستان څخه کرکه لرو او که پاکستاني پوځيان خپل دا بریدونه نه دروي، موږ به د پاکستان ضد لاریون پراخه کړو.»
په همدې حال کې د ننګرهار والي وايي چې په دې برخه کې د حکومت امر په تمه دي.