د ننګرهار ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې خلکو د داعش ۱۵ غړي وژلي دي.
د داعش او ملکي کسانو په نښته کې د یوه ماشوم او یوې ښځې په ګډون ۸ تنه ملکي کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي چې داعش ډلې وسلهوالو غوښتل له کوټ ولسوالۍ څخه یو کس د جاسوسۍ په تور له ځانه سره بوځي، خو د خلکو له غبرګون سره مخامخ شوي دي.
د ننګرهار کوټ ولسوالۍ د وچکوټ کلي اوسېدونکي او قومي مشران وايي چې پېښه تېره ورځ( جمعه د غبرګولي۵مه) سهار اوه بجې شوې ده.