مارشال محمد قسیم فهیم یو له هغو سیاسي او جهادي شخصیتونو څخه دی چې د وروستیو دوو لسیزو په بدلونونو کې ځانګړی رول لرلی دی.
مارشال محمد قسیم فهیم د احمد شاه مسعود له وژل کېدو وروسته د امنیتي ځواکونو د عمومي قومندان، د ملي امنیت او دفاع وزارتونو د وزیر او د پخواني ولسمشر د مرستیال په توګه دندې ترسره کړي دي.
نوموړي د طالبانو له نظام وروسته د مارشالۍ رتبه هم ترلاسه کړه.
مارشال محمدقسیم فهیم د مولوي عبدالمتین زوي د پنجشیر په عمرض کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.
ښاغلي فهیم لومړنۍ زده کړې په خپل زېږنځای کې وکړې او د لوړو زده کړو لپاره د کابل عربي دارالعلوم ته ولاړ.
مارشال محمدقسیم فهیم د ۱۳۶۷ کال له کودتا وروسته په جهاد کې د ګډون لپاره لومړی پاکستان ته ولاړ، خو څو میاشتې وروسته یې مبارزه د کنړ له شیګل سیمې څخه پيل کړه تر دې چې دوه کاله وروسته یې د هېواد په شمال ختیځ کې د مجاهدینو مشري پرغاړه واخیسته.
ښاغلي فهیم د احمدشاه مسعود له مړینې وروسته د دولتي او مقاومت ځواکونو عمومي قوماندان شو.
د طالبانو رژيم له پرځېدو او د موقتې ادارې له رامنځته کېدو وروسته مارشال محمدقسیم فهیم د حامدکرزي د لومړي مرستیال او د ملي دفاع د وزیر په توګه وګمارل شو.
حامدکرزي په لومړنیو ولسمشریزو ټاکنو کې ښاغلی فهیم له خپلې مرستیالۍ لیرې کړ او پنځه کاله په کور ناست وه، خو د ولسمشرۍ په دویم ځل ټاکنو کې ښاغلی فهیم یو ځل بیا د حامدکرزي د لومړي مرستیال په توګه غوره شو.
مارشال محمدقسیم فهیم د جهاد او مقاومت له نفوذ لرونکو کسانو څخه وه چې د تېرو دوو لسیزو په بدلونونو کې یې ځانګړی رول درلود.
ښاغلي فهیم د ۱۳۹۲ هجري لمریز کال د کب په اتلسمه نېټه د ۵۷ کلنۍ په عُمر د شکر ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.