افغان ځواکونو د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ د مخالفو وسلهوالو برید په شا وتمبوه او په ترڅ کې یې ۱۶ وسلهوال ووژل شول.
د هلمند والي د رسنیو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې وسلهوالو له څو خواوو پر یادې ولسوالۍ برید کړی وه.
په دې نښته کې ۹تنه نور وسلهوال ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ په ګرمسېر کې حالت عادي شوي او افغان ځواکونو له لاسه ورکړل شوې سیمې بیا نیولې دي.
په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو او ملکي کسانو مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.