Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هوايي برید کندز کې د کوټې شورا غړي په ګډون ۲۵ کسان وژلي دي

د کندز  ولایت د پولیسو ویاند، انعام‎الدین رحماني وايي افغان ځواکونو د دشت ارچې ولسوالۍ په دفاني سیمه کې د طالبانو پر یوې مدرسې هوايي برید کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې برید نن(دوشنبې د وري۱۳مه) له غرمې مخکې کابو ۱۱ بجې شوی دی. دی زیاتوي چې په دې برید کې ۲۵تنه وژل شوي دي.

ښاغلی رحماني زیاتوي چې دې مدرسې ته د ملا بریان په نامه د کوټې شورا یو غړی راغلی وه او د قرآن کریم د حافظانو پګړۍ تړلو مراسم یې ترسره کول.

ویل کېږي چې د برید پرمهال په مدرسه کې کابو ۲۰۰ کسانو شتون درلود.

نوموړی زیاتوي چې په دې پېښه کې مولوي امین، مولوي خیر محمد، مولوي عصمت او مولوي بریال د طالبانو مهم غړي هم وژل شوي دي.

په همدې حال کې د کندز ولایت امنیه قومندان، نیاز محمد وايي چې په دشت ارچي د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال په ګډون ډېر شمېر طالبان د دستار بندي په یوه مراسمو کې راټول شوي وو چې پرې برید شوی دی.

دی زیاتوي چې ښايي دې برید کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي، خو کره شمېر یې نه دی مالوم.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

مخکې له دې د طلوع نیوز خبریال په خپل راپور کې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو له شتون څخه هم د امنیتي چارواکو له خولې ویلي وو.

په دې راوپور کې امنیتي چارواکو ویلي وو چې په دشت ارچي کې په پرمخ تللو وسلو د طالبانو سمبالتیا او دغه راز  په دې ولسوالۍ کې د دې ډلې د قوماندانانو پراخ حضور دوی د هېواد د دې سیمې په بیرته نیولو کې له ننګونو سره مخ کوي.

په دغه راز وضعیت کې د دې ولسوالۍ اوسیدونکي د ښه ژوند کولو لپاره هڅه کوي او د خپلو ستونزو پر اواریدو ټینګار  کوي.

د کندز ولایت د پولیسو ویاند وايي چې د برید پرمهال په مدرسه کې د ملابریاني په ګډون یو شمېر د طالبانو مهم غړي هم وژل شوي دی

شریک یي کړئ