په هېواد کې د یو شمېر ګوندونو او سیاسي ډلو مشرانو، د پنجشنبې (د غوايي په ۲۱ مه)په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې، په هېواد کې د جګړې له دوام څخه اندېښنه څرګنده کړه او ګواښ یې وکړ چې د دغه وضعیت دوام، افغانستان د هېوادونو د نیابتي جګړو او سیالیو په ډګر بدلوي.
د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد کریم خلیلي په دې اړه وویل:«داسې هڅې کېږي چې نفاق رامنځته شي، قومي تفرقه، مذهبي تفرقه او سیاسي تفرقه؛خو موږ هېڅکله هغه تېر وخت ته نه ګرځو.»
په دغې غونډه کې د ملي یووالي حکومت په تېره بیا ولسمشر پر کړنو نیوکې کېږي.
جهادي مشر صبغت الله مجددي په دې اړه وویل:«ښاغلي ولسمشر ویلي وو کهچېرې مې پښته کږه کېښوده او یا له ما څخه کومه تېروتنه وشوه،د حضرت صاحب د ژبې د تورې تېغ دې ما سم کړي،خو اوس هغه خبرې درک نهلري.»
د محاذ ګوند مشر سیدحامد ګیلاني هم وویل:«یوازې پر بهرنیو تکیه کول نهشي کولای چې بریا ته مو ورسوي، په خدای او خلکو توکل وکړه.»
د حراست او ثبات شورا غړي محمد عمر داوودزی حکومت په ځان ځانۍ تورن وي او زیاتوي:«د ملي یووالي حکومت ځان ځاني،افغانستان یې شاته بوت، کهچېرې ملت ویښ نهشي دغه مصیبت ډېرېږي.»
د هېواد پخوانی ولسمشر د یووالي او یو بل د منلو پایلې په دې توګه بیانوي.
پخواني ولسمشر حامد کزري په دې اړه وویل:«موږ د دغه غچ اخیستوونکي یوو چې د نورو هېوادونو ولسمشران،راشي او زموږ په خاوره کې یې درملنه وشي.»
په دغه ناسته کې د هېواد سیاسي او امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بلل کېږي.
د حراست او ثبات شورا مرستیال محمد یونس قانوني څرګنده کړه:«سیاسي، اقصادي، ټولنیز، امنیتي وضعیت په اړه کهچېرې په یوه جمله کې ووایم موږ عملاً په یوه کړکېچ کې یوو.»
له طالبانو څخه د حزب اسلامي غوښتنه دا ده چې د تاوتریخوالي د پاي ته رسولو لپاره له افغان حکومت سره خبرې وکړي نه له بهرنیانو سره.
د حزب اسلامي استازي کریم امین په ډاګه کړه:«د درک وړ نه ده چې تاسو له افغانانو سره جګړه وکړئ او خبرې اترې له بهرنیانو سره.»
په هېواد کې د تاوتریخوالي او جګړې د پای ته رسولو او همداراز د سیاسي او اقتصادي وضعیت لپاره د حل لارو لټول په دغه غونډه کې له حکومته مهمې غوښتنې وې.