Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وروسته له نښتو مرکزي بغلان کې د ژوند بهیر

هغه ولسي وګړي چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ له پنځو کلیو څخه د جګړې له امله خپل کورونه پرېښي وو، نن( سې‎شنبې د زمري۱۰مه) بېرته خپلو کورونو ته راستانه شول او د ژوند عادي چارې یې له سره پیل کړې.

دغه ولسي وګړي له حکومت څخه غواړي چې امنیت یې د تل لپاره تأمین کړي. په دغه رپوټ کې د طلوع نیوز خبریالانو د یوې ۸ کلنې نجلۍ ژوند انځور کړی چې د جګړو په پایله کې فلج شوې ده.

درې ورځې کېږي چې د مرکزي بغلان په پنځو کلیو کې د تلاشۍ او چاڼ عملیات پیل شوي دي. هغه کلي چې له دوه کلونو د طالبانو په ولکه کې وو.

کبرا ۸ کلنه ده او کورنۍ یې د هغې د درملنې وس نه‎لري.د جګړې دوام خلک ستومانه او ناچاره کړي دي.

اوس په دغو کلیو کې د ژوند عادي چارې بېرته له سره پیل شوي دي او د دغه کلي بزګر محمد ابراهیم تراوسه هم د خپلې کورنۍ د راتلونکي په اړه اندېښمن دی.

درې ورځې کېږي چې د مرکزي بغلان په پنځو کلیو کې د تلاشۍ او چاڼ عملیات پیل شوي دي. هغه کلي چې له دوه کلونو د طالبانو په ولکه کې وو

شریک یي کړئ