Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وروسته له یوه کال خبرو د زده‎کوونکو د جامو رنګ بدل شو

حکومت ورسته له یو کال خبرو اترو د ښونځیو د زدکونکو د جامو د رنګ په اړه هوکړې ته ورسید.

د زدکوونکو د جامو د رنګ د بدلېدو طرحه کابو یوکال وړاندې د افغان حکومت مشرانو ته لیږل شوی وه او له یو کال ځنډ ورسته په دې اړه دوی پریکړي ته ورسیدل.

یوشمېر کارپوهان وایي چې دافغان حکومت مشران په ډېرو برخو کې د نظر اختلاف لری چې له همدې امله ډېرې وخت نیوونکي وي.

دوی د افغان حکومت مشران په ډېرو کوچینو مسایلو کې پر مداخلې باندې تورنوي.

خبريال، فریدون آژند څرګندوي:"د دې لپاره چې د خلکو فکر په بې‎لارې بوځي د خپلو جنجالونو له امله، کوچنۍ لاسته راوړنې لویه ښکاره کوي."

کارپوهان وايي د ښځینه زده کونکو د جامو د رنګ د بدلولو د طرحې اوږدیدل هغه بیلګه ده چې د حکومت مشران ترکومه بریده په کوچنیو کارونو بوخت دي.

د پوهنتون استاد، طاهر هاشمي وايي:"ځکه چې لویې لاسته راوړنې نلري او واړه لاسه راوړنې لویې ښکاره کوي."

د ملي یووالي حکومت له دوو بیلابیلو نظرونو جوړ شوی او د دغه حکومت مشران له هماغه پیل راهیسې د ډېری کارونو په اړه اختلاف لري، محمدصادق چې له ډېرو کلونو راهیسې د موټرو پرزې پلوري وايي د حکومتي مشرانو ترمنځ اختلافاتو د خلکو پر ژوندانه ناوړه اغیزه کړې ده.

محمدصادق زیاتوي:"دخلکو لپاره یې کومه مثبته لاسته راوړنه نه درلوده د حکومت دواړه مشرانو ستونزې به د حکومت تر پایه پورې خلاصې نشي."

د کابل بل اوسېدونکی، همایون زیاتوي:"موږ کله چې څلویښتو کلونو مخکې ته ګورو که څه هم چې آسانتیاوې مو کمې وې خو ژوند مو ښه وه."

غلام جېلاني هم وايي:"د حکومت مشرانو هغه ژمنې چې له موږ سره کړې وې، تر اوسه یې نه دي پوره کړي. ویلې یې وو چې د کار زمینه به برابروي خو تر اوسه نه ده څرګنده."

د پوهنې وزارت څه د پاسه یو کال مخکې پریکړه وکړه چې د ښځینه زده کونکو د جامو رنګ بدل کړي، دا طرح کابو یو کال مخکې وروستۍ شوې وه، خو د ولسمشر د پریکړې په تمه وه او اوس خبر ورکړل شو چې ولسمشر دا رنګ غوره کړی دی.

د زدکوونکو د جامو د رنګ د بدلېدو طرحه کابو یوکال وړاندې د افغان حکومت مشرانو ته لیږل شوی وه او له یو کال ځنډ ورسته په دې اړه دوی پریکړي ته ورسیدل

شریک یي کړئ