د تېرو درېیو ورځو سختو واورو اورښت له امله د هېواد په بېلابيلو ولایتونو کې ۳۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.
له طبعیي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې د اورښتونو له امله د هېواد مرکزي، شمال او شمال ختیځو سیمو لارې تړل شوې او بیاپرانیستنه به یې یوه اوونۍ وخت ونیسي.
یوازې د بدخشان ولایت د ۱۷ ولسوالیو لارې له مرکز سره تړل شوې دي او په دې ولایت کې ۱۸ کسان وژل شوي.
همداراز د کابلـمزار او کابلـکندهار لارې هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوي، اوسمهال خلک د لارو د پرانیستنې غوښتنه کوي.
د طبیعي پېشو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي چې سږ کال د دوی له تمې او چمتوالي ډېره واوره اورېدلي.
تر اوسه د هېواد په بیلابیلو سیمو کې ۵۶ ځایه واوره ښویدلي او ډېرې ستونزې یې رامنځته کړې دي، که څه هم دولتي ادارې په ۲۰ ولایتونو کې د واورې پاکولو خبره کوي، خو د ټولو لارو پرانیستل به کابو یوه اوونۍ وخت ونیسي.