Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر:سیاست د امنیتي ځواکونو په منځ کې ځای نه‎لري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له هغه څه چې د امنیتي ځواکونو له «سیاسي» کېدو یادونه کوي، نیوکه کوي او امنیتي ځواکونو ته ګواښ کوي چې سیاست ته باید په خپل منځ کې ځای ور نه کړي.

ولسمشرغني چې نن له غرمې مخکې د ځانګړو عملیاتو په قول اوردو کې خبرې کولې وایي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په هېواد کې د یووالي او قانون د تطبیق وسیله ده.

ښاغلی غني زیاتوي:«موږ ټول د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ چلند کوو؛ ملي دولتي ځواکونه، ملي یووالي ته ژمن دي او د اساسي قانون د تطبیق وسیله دي واړه او کوچني سیاستونه یې په منځ کې ځای نه‎لري.»

ولسمشر غني وايي چې د دولتي ځواکونو ستونزو او د دولتي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته رسېدنه، یوازینۍ هغه لامل دی چې د ځانګړو عملیاتو قول اردو ته راغلی دی. هغه ملي دفاع وزیر او د ملي پوځ لوی درستیز ته لارښونه کوي ترڅو د ملي پوځ د قربانیانو کورنیو ته رسېدنه وکړي.

په همدې حال کې ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي چې په دغه قول اردو کې هغه هم ګډون درلود وايي چې دولتي ځواکونو د جګړې مسیر د ځان په ګټه بدل کړی دی.

هغه زیاتوي:«دولتي ځواکونو په ځانګړې توګه کماندو د جګړې مسیر د ځان په ګټه بدل کړی؛ زه پر تاسو ټولو ویاړم.»

د رڼو ټاکنو په ترسره کولو د ولسمشر ټینګار

په داسې حال کې چې په ټاکنو کې د درغلیو او د ناامنیو له امله د دغه بهیر د ځنډ په اړه اندېښنې شته، خو ولسمشر غني زیری ورکوي چې پارلماني، د ولسوالیو د شوراګانو او ولسمشریزو ټاکنو په ګډون به انتخابات په خپل وخت او راڼه ترسره شي.

ښاغلی غني همدارنګه ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونه ژمن دي چې د ټاکنو د ترسره کېدو امنیت ونیسي:«موږ ډاډمن یوو چې دولتي ځواکونه د ټاکنو د ترسره کېدو تر مهاله امنیت تامین کړي او زه هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې د ملي شورا او د ولسمشریزو ټاکنو تر ترسره کېدو، امنیت تامینېږي.»

ولسمشر غني د روښانه ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کوي او زیاتوي چې د ملي شورا ، ولسوالیو شورا ګانو او د ولسمشرۍ ټاکنې به په امنه فضا کې پر ټاکلي وخت ترسره شي.

شریک یي کړئ