افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې یو په درېیمه برخه هېوادوال، د اقتصادي بې وزلۍ له امله د شپې وږي ویده کېږي باید دا وضعیت بدلون وکړي.
ښاغلي غني چې نن له غرمي وروسته د کابل په بادام باغ کې د کورنیو تولیداتو د نندارتون په پایلامه کې وینا کوله، وویل چې د دغه وضعیت د بدلون لپاره باید، د افغانستان سوداګریز بیلانس ته بدلون ورکړو.
ښاغلی غني وايي چې دغې موخې ته د رسېدو لپاره، خصوصي سکټور او دولت باید په ګډه توګه کار وکړي او د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې له یو بل سره همکار وي.
غني څرګنده کړه:«د افغانستان خصوصي سکټور او د افغانستان د صنایعو برخه، د شریک او همکار په توګه دي او تر هغه مهاله چې صنعت ونهلرو، نورو ته به اړ وو. همکاري دا ده چې د دولت دنده ده او اړ دی چې د صنایع او کورني تولیدات پیاوړي کړي.»
هغه په دې اړه څرګنده کړه:«تر هغه مهاله چې د افغانستان سوداګریز بیلانس ته بدلون ور نه کړو د خلکو ژوند بدلون نه کوي. هره شپه یو پر درېیمه برخه خلک وږي ویده کېږي.»
ولسمشر وايي، د دولت او خصوصي سکټور د همکارۍ نشوالی د دې لامل شوی چې افغانستان د توکو د پېر لپاره د کال یو نیم مېلیارد ډالر بهرنیو هېوادونو ته ورکوي.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان باید له وارداتي هېواد څخه په یوه صادراتي هېواد بدل شي.
ناامني، د برېښنا او ځمکې نشتوالی، د پانګوالو او د کورني تولیدونکو په وړاندې اصلي ستونزي دي چې د ځينو پانګوالو په باور د کورنيو تولیداتو د بهیر مخه یې ډپ کړې ده.
خو ولسمشر غني، ژمنه کوي چې دغه ستونزې به له منځه یوسي.
هغه څرګنده کړه:«امنیت به حل کړو، او غضب به له منځه یوسو او هغوی څوک چې ځان ته (زه یم!) وايي او فکر یې کاوه تر قانون لاندې نهراځي، تر قانون لاندې به راشي.»
ښاغلي غني د خپلې وینا په بله برخه کې له ازبکستان، ترکمنستان، اذربایجان، او نورو اسیایي هېوادونو سره د هوکړه لیکونو په اړه هم خبرې وکړې.
هغه زیری وکړ چې د دغو هوکړو پر بنسټ، ټاکل شوې ده چې د ټرانزیټ ستونزه حل شي او همدارنګه ۱۵ زره میګاواټه برېښنا به له مرکزي اسیا سوېلي اسیا ته ولېږدول شي.
له دې ټولو سره ولسمشر غني ټينګار کوي چې په راتلونکو دوه کلونو کې د افغانستان د برېښنا اړتیا به، له ګاونډیو هېوادونو د برېښنا د وارداتو له لارې په بشپړه توګه حل شي.