ولسمشر اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اختر لمانځ له ادا کولو وروسته یو ځل بیا یې د دولت مخالفو وسلهوالو ته د سولې لاس اوږد کړ او وې ویل چې دا ډله نه شي کولای د جګړې له لارې بریالۍ شي.
هغه څرګنده کړه:«د افغانستان مخالف وسلهوال باید غوره کړي، د دې وخت رارسېدلی چې انتخاب کړي افغان دي او د افغانې میندې شیدې یې خوړلې دي او د وطن له مور څخه یې الهام اخیستی دی یا د خوارجو د نفاق او شقاق وسیله دي.»
هغه زیاته کړه:«بیا هم ټولو ته (د دولت مخالفو وسلهوالو) ته د سولې لاس اوږدوم او وایم چې سوله د خدای امر دی.»
ښاغلي غني همدارنګه وویل چې له فساد سره مبارزه به چټکه شي.
ولسمشر د امنیتي ځواکونو له قربانۍ څخه هم ستاینه وکړه.
هغه وویل:«موږ د افغانستان خلک د خپلو امنیتي ځواکونو له قربانیو څخه ستاینه کوو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره د ملي اجماع څخه د زړه له تله مننه کوم.»
هغه وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان هم ملي یووالی او هم مذهبي یووالی لري.
هغه زیاته کړه:«دا باید ټولو ته څرګنده وي چې پر سپېڅلو ځایونو برید که هغه تکیهخونې وي او یا جوماتونه یا عملي مرکزونه پرټولو افغانانو برید دی او دا کړنه باید ټول افغانان وغندي.»
ښاغلي غني له خلکو څخه وغوښتل چې سره یو موټی وي.
هغه څرګنده کړه:«له ټولو اهل سنت او جماعت څخه وغواړم چې د جعفري فقې جوماتونو ته ولاړ شي او د جعفري فقې له پیروانو څخه غواړم چې د اهل سنت او جماعت جوماتونو ته ولاړ شي چې زموږ مذهبي یووالی په بنسټیزه توګه تمثیل شي.»
ولسمشر غني وویل چې د افغانستان بهرنی سیاست هغه ځای ته رسیدلی چې د افغانستان د خلکو ۴۰ کلنې هیلې به عملي شي.
هغه پاکستان ته هم پیغام لري:«له دې ځایه لومړی پاکستان ته پیغام ورکوم چې موږ هر اړخیزې سیاسي مذاکرې ته چمتو یوو. له پاکستان سره سوله د افغانستان ملي اجنډا ده.»